
غزل/ نظام کندهاری
نظام کندهاری
څومره ډېر چې د جهان راته تهديد شي
د عشق اور مې لا هنوز پسې جديد شي
پر سينه مې دا د ميني پرهر ښه دی
درد د صبر په درمل نور هم شديد شي
زه د عشق د امام ځکه پيروي کړم
دا د ميني سفر کله بې تقليد شي ؟
مسلمان به شي او مينه به شروع کړي
که خبر څوک د بېدردو په وعيد شي
چې د زړه پر سِکه نقش د درد نه وي
خامخا به دا د عشق ښار کې ترديد شي
روح مې يوسه صِرف د عشق کليمه وايم
عزرائيله! که نَفَس مې لږ تمديد شي
نذرانه کړه د زړه جام کې ګرمي ويني
چې نظامه د کوثر جام ته تمهيد شي