نظــر

د کمونیزم ارمغان/ نديم سالار

ندیم سالار

ددې نوم او اصطلاح سره افغانان ډیر ښه بلد اوپوه دي، هر کال د یادي ایډیالوژئ د ذلت خوښي په اوښکو لمانځو، داځکه همدا د مکارانو او غدارانو له خوا پر یاد مظلوم ملت تپل شوې هغه وحشي مفکوره وه چي د دوه ملیونو انسانانو د سر په بیه تري خلاص شوو، سږ کال د جدي د ۷په مناسبت مو یو ځل بیا وینه په جوش راغله، سترګي مو د خپلو دوستانو په د لاسه ورکولو نمجني شوې، د یتیمانو لوڅو او څیري ګریوانونه مو ضمیر په غلبلو کړ، په همدې اساس مي غوښتل د یادي ایډیالوژي د مفکورې او اهدافو نه یو ځل بیا خپل سرلوړئ ملت خبر کړم.

کمونیزم: په لنډو او ساده ټکو کي کمونیزم د اشتراکي نظام مسلک ته ویل کیږي، یا په بل عبارت هغه ایډیالوژي چي د مارکسیزم پر بنسټ ولاړه وي او د کارګري یا مزدوري طبقې د غیر استحصالي او غیر طبقاتي ټولني لپاره هڅي کوي، کمونیزم بلل کیږي.

په یاد نظام کي هغه شخصي پانګه چي د نورو وګړو(مزدورانو) د زیار او زحمت په ترڅ کي د محدودو کسانو لاس ته ورځي، غیر قانوني او جرم بلل کیږي، لکه په سرمایه دارانه نظام کي چي یې مثال ګورو، یعني یو کس د یوې کمپنۍ مشر او مالک وي، نور ټول ئې کارګر او مزدوران وي، کمونیستان وایي که مزدور کار ونکړي، د مالک وجود ناممکن دئ نو ځکه هم باید مزدور ته داسي ونډه، یا معاش ورکړل شي چي د هغه د زحمتونو مترادف وي، کمونیزم معقول او عادلانه نظام ندئ، دا ځکه که بو لور ته دوی د یوه انسان(مزدور) سره خواخوږي کوي په عین وخت کي د بل انسان مسلم حقوق د پښو لاندي کوي، د یوه حق په زور په بل خوري.

کمونیزم عموماً په دوه ښاخونو ویشل کیږي، یو اړخ یې ماده پرستان(Meterialists) تشکیلوي، او بل اړخ یې سوشلسټان(Socialists).

ماده پرستان: دوی په دې باور دي چي ماده ازلي ده، دا ایډیالوژي د مارکس له لوري وړاندي شوې وه خو حقیقت دا دئ چي دده نه مخکي هم ډیرئ لادینه غربي او شرقي فیلسوفانو داسي طرحي وړاندي کړي وې، چي شهرت ئې نه وو موندلۍ.

سوشلسټان: سوشلسټان بیا د اقتصادي، صنعتي، ټولنیزو او اخلاقي(غیر اخلاقي) لارو نه هڅه کوي چي په ټولنه کي کمونیزم ته دراتګ لپاره زمینه سازي وکړي، د نړۍ تقریباً ټول کمونسټان پدې نظریه دي لکه د هندوستان کانګریس، د پاکستان پیپلز ګوند، برطانوي لیبر ګوند، فرانسوي سوشلسټ ګوند او نور…

په حقیقت کي د سوشلزم فلسفه د انسان د ابتدائي ژوند نه اخیستل شوې، هغه داسي چي ددوی د وینا له مخي کوم وخت چي انسان د بیزو(چمپازي) نه د ارتقاء په صورت کي انساني شکل خپل کړ، هغه وخت انسان د حیوان په څیر لوڅ او بربنډ ګرځیده، د ځنګلي حیوان شکل يې درلود، د نورو حیواناتو په څیر به ئې د ښکار په اومه غوښه ګوذاره کوله، خو یو انساني صفت ئې درلود هغه دا چي د یو بل سره یو ځای متحد اوسیدل، کلي یې جوړول، په غارونو او درختو لاندي یې هستوګنځي برابرول، د یو بل نه ئې جنسي غریزې پرته د کومي رشتې او بندو باره ترسره کولې، خو خپل اتحاد او اتفاق ئې مضبوط ساتلۍ وو، په ګډه ښکار کول او یو ځای پرته د زیات و لږ تقسیم نه به ئې د یو بل سره شریکول، خو ورورسته ورو ورو دا هر څه په شخصي شتمنۍ، شخصي سرمایه داري او ځان ځاني واوښتل، تر داسي حده چي د یوه شخص او یا یوې کورنۍ لپاره په لسګونه او سلګونه مزدورانو د غلامانو حیثیت غوره کړ، اختلافات پیدا شول، همدا لامل ددې شو چي په انسانانو کي د غلامۍ رواج پیدا شي، د کمونیستانو دا ادعاء وه چي څرنګه انسان یو ځل بیا د خپلي ماضي په لور وګرځي،او د محدودي او مشخصي سرمايې پرته نور څه په خپل واک کي ونشي ساتلای.

همدا هغه د جهالت تصور وو چي د حقیقي بڼي ورکولو لپاره ئې د ظلم یوه بې پایانه لړئ پیل شوه، سترو کمونیستانو لکه ماوزې تنګ چي(۵۰۰۰۰۰۰۰)پنځه سوه لکه انسانان ووژل، هټلر(۲۰۰۰۰۰۰۰) دوه سوه لکه انسانان ووژل او لینن(۶۰۰۰۰۰۰۰) شپږ سوه لکه انسانان د همداسي دروغجني ایډیالوژي لپاره قتل کړل، خو بیا هم دوی خپل هدف ته ونه رسیدل، دا ځکه دا داعیه دروغجنه وه، ددغي داعیې تر عنوان لاندي روسي، چینايي او جرمني کمونیستانو د خپلو سیمو او واک پراخول مقصد ول، ددوی د پیروانو هغه فداکارانه جذبات داسي ساړه شول لکه په اور چي اوبه توی شي، کمونیستي ټولنه د خود غرضي، حسد، کیني او عناد نه ډکه شوه، دوی پر خپلو مشرانو ځکه بې باوره شول چي د کمونیسټ ګوند ټول لوړ رتبه مشران د بدترین ادارې فساد او اختلاص عامل ګرځیدلي ول، ښکاره مثالونه یې لینن، سټالین او ماوزې تنګ وړاندي کړل، دوی په حقیقت کي ډیر سفاک، ظالم، بې رحمه، بد دیانته او خود غرضه واکمنان ثابت شول.

د سوشلسټانو او ماده پرستانو اخلاقي پستي یو شان ده، دوی دواړه په ټولنه کي د حرص او حسد بې کاره تخم شینده، خپل اهداف یې د همدې لاري نه لاس ته راوړل، ددوی یو هدف د خپلو سیمو، نفوذ او واک پراختیا او بل هدف د کورني نظام له منځه وړل، د مشر کشر حقیقت له ټولني شړل، بې ناموسي خپرول او ښځي نه سیکس سمپل جوړول وه.

زموږ ویاړلۍ هیواد که یو خواته په خپل ۵۰۰۰زره کلن تاریخ کی د سوري، غزنوي، غوري، میرویس و ابدالي په نومونو د ځان سره اتلان ثبت کړي، بل لوري ته همهغه تاریخ د شاه شجاع، تره کي، امین، کارمل او نجیب غوندي بدنامي څیرو توري شپې هم د ځان سره خوندي کړیدي، د افغانستان په معاصر تاریخ کي همدا پردي پال چاپلوس ایجنټان ددې سبب شول چي دلته د کمونیزم لپاره دعوتي او نظامي هڅي پیل کړي، خو لله الحمد چي ددوی یوې شرمیدلې هڅي هم نتیجه ورنکړه، د ډیرو خواریو، زحمتونو، هجرتونو او دوه میلیونه سرونو د نذرانه کولو په بدل کي زموږ ویاړمنو پلرونو ددغه داعيې په مقابل کي هر قسم قربانۍ ورکړې، د خپلو بې ساریو قربانیو په نتیجه کي یې بالاخره د افغانستان نه څه چي د نړۍ نه ئې د کمونیزم بد بویه ټغر ټول کړ.

خو د افسوس ځای داوو چي موږ ځانونه د مشهوري مقولې(د بریاوو تر لاس ته راوړلو د بریاوو ساتل ګران وي) مصداق وګرځول، د ځینو فرصت طلبو، خودغرضو مشرانو د لاسه مو هغه ویاړمنه بریا ونشوه ساتلای، وخت لا نه وو تیر شوئ چي یو بل ښامار مو پر هیواد د تروریزم تر عنوان لاندي وحشیانه یرغل وکړ، مقاومت لا جاري دئ، د سوله مل او اسلامي نظام د راتلو په هیله…

۲۵/۱۲/۲۰۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x