نظــر

داود خان ولې له حکومت څخه استعفاء وکړه؟

ابن مبارک احمدزی

ځواب: زموږ هدف دلته د داوود خان د صدراعظمۍ له دورې څخه دی. داوود خان له دې امله د لومړۍ وزیر له څوکۍ لرې شو چې په دغه وخت کې افغانستان د ملل متحد نوی غړی شو نو اساسي قانون یې جوړ کړ او له مخې یې لومړی وزیر باید د شاهي کورنۍ پورې مربوط نه وي نو ځکه داود خان استعفا ورکړه او په زړه باندې یې له دې وجې نه کینه هم پیدا شوه،دی چې صدراعظم و نو یو زیات شمېر د ښوونځي زده کوونکي(خوشحال خان او رحمان بابا لېسې چې د قبایلو وزارت مربوط وو او بل دا چې ده د پښتونستان له موضوع سره ډېره مینه درلوده) یې بهرنیو هېوادونو ته په بورسونو کې ولېږل چې انجینران،پيلوټان،ډاکټران او پوهان شي،چې داود استعفا ورکړه نو دوی هم بېرته ستانه شول او تیار آماده شوي وو،نو یې د داود خان په خوښه او امر کودتا په لاره واچوله او واک یې په لاس کې ونیوه او داود هم ټول خپل افراد(خلقیان) په حکومت کې په مهمو څوکیو وټاکل خو چې داودکله په ۱۳۵۴ کې حج ته لاړه توبه یې وایسته او په اسلامي نړۍ باندې وګرځېد یو دروني انقلاب پکې راغی چې بېرته راستون شو ټول هغه کسان یې له دندو لرې کړل چې کودتا یې کړې وه بس همدا و چې هغوی بېرته دده پر ضد شول،نفوذي افراد یې د حکومت مهمو پوسټونو ته ځای پیدا کړ او دا هغه وخت و چې داود خان د ملي غورځنګ ګوند جوړ کړی و او په زور او جبر به بې خلکو ورته دعوت کول،میوندوال او ملګري یې اعدام کړل،نو په ۱۳۵۶ کې له مسکو څخه یو ګوند کارمل او تره کي ته وویل چې دواړه(خلق او پرچم) سره یوځای شئ نو دوی هم یوځای شول،حفیظ الله امین یې په اردو کې د فعالیت له پاره داخل کړ،میر اکبر خیبر چې یو پوه او تحصیلکرده سړی و په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو،سبا ته د ګوند غړي(خلق او پرجم) او اقارب یې چې ټول 50000 کسان وو راټول شول او د خیبر جنازه یې په شانداره مراسمو دارګ له مخې تېره کړه او شهدای صالحین ته یې یوړه،داود خان چې دا لوی او ستر لښکر ګوري امر کوي چې سبا ته د دغو ګوندونو ټول مشران ونیول شي او اعدام شي،ټول نیول کیږي یوازې امین په تهکاوۍ کې ځان پت کړي او د شپې خپلو نفوذي افرادو ته امر کوي چې کار شروع کړئ! الوتکې الوځې،نظامي وسایط ارګ لور ته په حرکت شي داود خان په ارګ کې له خپلې کورنۍ سره یوځای وژل کیږي او نور محمد تره کی د قدرت واګې په لاس کې نیسي. او لومړی وزیر حفیظ الله امین ټاکل کیږي،روسانو ګډوډي جوړه کړه امین او تره کی یې یو بل ته ولمسول چې بلاخره د امین لخوا تره کی په ۱۳۵۸ – جدي ۶ کې وژل کیږي او امین پاچاهي نیسي،وروسته یو لک روسیان افغانستان ته راشي او په ۱۳۵۸ کې ټول ځای روسان ونیسي د شپې امین له خپلو ملګرو سره سفارت ته غواړي او په سوپ کې زهر ورکوي او وژني یې،پر ځای یې ببرک کارمل واک په لاس کې نیسي،ځینې پرمختګونه هم وشول خو ظالم او بېسواده کسان یې هرځای او هر چېرته وټاکل هغوی د عقدي له امله ظلمونه او فسادونه شروع کړل،قتل عامونه وشول تر دې چې جهاد یې پرضد پیل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x