نظــر

اسلامي ګوند یو کيږي او جمعیت وېشل کيږي

 شمس رحمانزی – پونه, انډيا

اسلامي جمعيت د محمد ظاهر شاه د ټولواکۍ په ورستيو کالونو کې او اسلامي ګوند (حزب اسلامي) د سردار محمد داود خان د جمهوريت په لومړي کال تاسيس شو. د داود خان په جمهوريت کې دواړه ګوندونو باندې د کار ساحه تنګه او پاکستان ته لاړل. د 1357 کال د غوايي کودتا څخه په ګټه اخېستني، په پاکستان کې د اسلام پالو ګوندونو او په ځانګړي ډول د ذولفقار علي بټو په مرسته وسلوال شول او د فعاليت غوره چانس يې لاس ته راوړ.

د کورنيو جګړو په وخت کې دواړه ګوندونه له يو بل سره وسلوال نښتي وو. د قدرت په سر يې اوږدې او خونړۍ جګړې وکړې.

له 2001 ورسته، د حامد کرزي په واکمنۍ کې جمعيت د قدرت ډېره برخه انحصار کړي وه او اسلامي ګوند د تېر په څېر په جګړه بوخت وو.

اوس، د محمد اشرف غني په واکمنۍ کې، اسلامي ګوند د سولې تړون لاسليک کړ او د ملګرو ملتونو د تور لېست څخه د ګلبدين حکمتيار د نوم له اېستلو ورسته به حکمتيار په خپله سټه په حکومت کې راڅرګند شي. جمعيت چې په اوسنۍ دوره کې د قدرت انحصاره څخه، پنځوس سلنه ته راغلي د تجزې او ويش په حال کې دى.
اسلامي جعميت (جمعيت اسلامي) د 2014 کال په انتخاباتو کې ډاکټر عبدالله عبدالله خپل نوماند وړاندې کړ، خو لا ماتې ورسته يې په مقابل ټيم د قدرت وېش د (ملي يووالي حکومت) په نوم قبول کړ. عبدالله د جمعيت غوښتنو ته په ښه ډول ځواب ور نه کړل شو. تر ډېر، هم په خپله دا ومنله چې د حکومت په داخله کې صلاحيت نه لري او هم پرې د جمعيت مشرانو او عامو جمعيتيانو دا نېوکه او ګېله درلوده. د برهان الدين رباني تر مړينې ورسته جمعيت په ډلو ويشل شوى دى. چې دا خبره تر ډېره د عوامو له ذهن پټه ساتل شوي.

احمد ضيا مسعود، د احمدشاه مسعود ورور، په جمعيت کې تر نورو ډېره برخه پدي د ځان حق بولي چې جعميت د احمد شاه مسعود په مقاومت نن جمعيت دى، او ځان د مسعود د کورنۍ وراث حسابوي.
صلاح الدين رباني د پلار ځاى ناستى د جمعيت سمبوليک مشر او جمعيت د خپل پلار تاسيس شوى ګوند بولي. په حکومت د جمعيت ونډه تر بل چا ډېره په خپل ځان پېرزو کوي. عطامحمد نور چې په جمعيتيانو کې له ډېر نفوذ برخمن دى، ځان د مسعود د ارمانو پوره کوونکي بولي. تر وسه يې پدې کړنه په جمعتيانو کې ځان، ډېر ملاتړ لرونکى موندلى دى.

بل خوا بسم الله محمدي، امرالله صالح او تورن اسماعيل خان د جمعيت هغه مشران دى چې رول يې په جمعيت کې د نورور تر اغېز لاندې دى.

د جمعيت يوه برخه د احمد ضيا مسعود په مشرۍ له ولسمشر غني سره وه، چې د جمعيت خواخوږو داسې سنګر نېول د مسعود په ارمانونو خاورې اړول او د جمعيت وېشل انګېرل.

اوس، عطا محمد نور چې له بل هر چا، د جمعيت محبوب او پر نفوذه مشر دى له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اخلي.

لامل يې په څه کې دى؟

1- عطا محمد نور له ډاکټر عبدالله د زيات ملاتړ څښتن دى، نو له دې نفوذ څخه په ګټې، خپل ځان په حکومت کې او هم د جمعيت دننه، د جمعيت ترټولو لوړ کس شمېرلو لپاره.
2- له هغو بدلونونو او چېلنجونو څخه چې، د حکومت له خوا ورته متوجې دي، د ځان خلاصون.

3- د سيمې له اړخه، د پنجشير له انحصار څخه قدرت انتقال بلخ او د افغانستان شمال ته.

اوس به جعميت د عطا محمد او عبدالله عبدالله په دوو ډلو وېشل کيږي. پاتې د مسعود او رباني کورنۍ او همدا ډول اسماعيل خان، امرالله صالح، محمدي او نور به، ختمآ د يوې ډلې تر شا ودريږي.

په حکومت کې د جمعيت د نوماند اجرائېه رئېس ډاکټر عبدالله باوجود، د جمعيت د بلې زاوئې څخه د حکومت سره د قدرت د وېش خبرې د ډاکټر عبدالله ډله په جمعيت کې درز شمېري. خو د عطا محمد نور پلويان پدې باور دي چې په دې سره به د جمعيت سره شوي ژمنې؛ خو نه ورکړل شوي قدرت حاصل او لا قوي کړي.

کله چې يو موټى جمعيت د قدرت څخه نا خوښ وو او په يو غږ يې بيا هم خپله موخه تر لاسه نه کړه، نو څنګه به وېشل شوى جمعيت دغه موخې ته ورسيږي؟

دا کړنه به جمعيت داسې له خپل نامشروع قدرت څخه محروم کړي لکه څنګه چې بايد محروم شي.

جعميت تر ډېره د تاجکو د حقوقو د مدافع په نوم سره په خپل منځ کې يووالي وساتلو او په دې کار سره يې ډېرې موخې او غوښتنې تر لاسه يې کړې.

جمعيت ګوند چې په افغانستان کې نورو ګوندونو او ډلو سره ژبنۍ او قومي دښمني، په ډول ډول نومونو ساتي او ترې ګټه اخلې، د طالبانو او اسلامي ګوند سره يې دښمنې سياسي او وسلواله ده. طالبان سولې ته رانږدي شوي او يا به نږدي شي. خو اسلامي ګوند له وړاندې د سولې پروسې ته داخل شوى دى.

د حکومت، نورو ګوندونو، ډلو، او طالبانو سربېره به اسلامي ګوند (حزب اسلامي) هم جمعيت ته دا اجازه ورنکړي چې د قدرت انحصار له ځانه سره ولري.

دا ځکه چې جمعيت چې هېڅ کله يې هم په قدرت خېټه نده ډکه شوي او ناشکره دى، لا پخوا يې په ملي يووالي حکومت کې پنځوس سلنه برخه اخېستي ده. اسلامي ګوند له حکومت سره د سولې پروسې ته، په 25 مادو له موافقې ورسته داخل شو. چې پدې مادو کې اسلامي ګوند ته په قدرت کې برخه ورکول هم شامل دي. او هغه حزب اسلامي چې د حکمتيار په نشتون کې کابو په برخو وېشل شوى وو نن بيا د يو امير په مشرۍ سره راټول دى.

نو په پايله کې ويلى شو چې متحد جعميت به وېشل کيږي او د قدرت هغه برخه به اخلې چې حق يې دى. او اسلامي ګوند به سره متحد کيږي او د قدرت څخه د هغې محروم والى به جبران کيږي. د قدرت هغه برخه به اخلې چې اوس، جمعيت د جهاد او مقاومت په نوم، پرې خېټه اچولي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x