شعـــــرونه

غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

زړه مي ژاړي سترګي ژاړي ړنګ محفل دی
ته چې تللی یې دکلي رنګ بدل دی

هره ورځ ورته په مړو سترګو ژړیږم
چا لیکلی په مزار دې نیم غزل دی

پر افق دفتحو وړانګې راخورې دي
ګرم کړی دې یارانو بیا مورچل دی

دادې کومې مینه راز دی ای جانانه
ستا دنوم په اوریدو مې زړه تسل دی

جدايي دې یم په مړو کې حساب کړی
ده بیلتون اور مې د زړه په کور کې بل دی

خوب خندا مې شبګیرو په اور کې سوځي
دغمونو لوی کاروان راسره مل دی

خوشبوي یې ستا له وینو ده اخیستې
که ریحان ده که غاټول ده که سومبل دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x