نظــر

سوله خوښي هم په نښه سول ؟

غلام محمد معصومي

د جمعه ورځي ما خستن نهه بجې وې، خبر را ورسیدی، چي پر حاجی ملا عبدالسلام ضعیف حمله سوې ده.

زه حیران سوم لومړۍ پوښتنه می دا وه چیری وسول؟

راته وویل سول، چي بګرامیو په احسان مېنه کي چیری چی دده کور او مدرسه ده، ما ژرله خپلو ملګرو سره خبری وکړې هغوی هم راته وویل چی حاجی ملا صاحب روغ دی پر موتر سایکل سپرو خلګو یی پر کور حمله کړی، يو ساتونکی وژل سوی او بریدګرپه تېښته بریالی سوی.

اوس سيمي ته دولتی سر تیری رسیدلي او په همدی شپه پلټنی شروع سوې.

ما ویل، حاجی ملاصاحب خو له چا سره دښمني نه لري او هغه خو اوس په کوم سیاسی بهیر کی هم نه دی یوازی مدرسه او خیره کارونه کوی اوس په تعلمی برخه کی بوخت دی.

وروسته می کوښښ وکړی چی زه خپله د ضعیف صاحب سره خبری وکړم خو تلیفون یی ډیر مصرف و هغه بیا نا وخته پیغام را ته پریښی و، چی زه روغ جوړ یم مشکل نسته.

په همدی شپه ما ته ډیر سوالونه پیدا سول چی دا کار به چا ګړی وی او ولی به یی کړی وی ذهن می ولاړی ۲۰۰۱ میلادي کال ته چیری چی دی په پاکستان کي رسمی مامور و هغه وخت هم دغه هیواد د ټولو ډیپلوماتیک اصولو خلاف پرامریکا خرڅ کړی.

سر بيره پر دې، چی پاکستان حکومت ښاغلي ضعیف صاحب ته يو کارډهم ور کړی و چی ته به دلته که بل سفیر هم راسی ستا ژوند به محفوظ وی، خو د هغه خلاف یی بیا هم په ډیري ناځوانۍ د شپی له کوره، ویست او د اسلام اباد څخه یی پیښور ته یوړ،هلته یی بیاامریکا یانو ته په لاس ورکړی. دا خبره دده په کتاب «دګوانتناموانځور» کی ډیره ښه واضح سوې ده.

دا چی ولی تر خلیج سمندر ګوانتنامو پوری بوتلل سو او کلونه وروسته بیرته راخوشي سو ؟

له دې څخه ښکاره چی پر حاجي ملا ضعیف دابرید هغه چا کړی دی چی هغه وخت هم د طالبانو سره د خبرو او سولی مخالف و اواوس هم

تراوسه پر ملا عبدالسلام ضعیف ډیر خلګ را ټول دي اوتل يې په هیواد کي د ورور وژني د مخنیوي هڅه کړې او پر دواړو خوا يې ږغ دی، چي د سولي بهیر ته لبیک ووايي.

د سولی دښمن په دی پوه سوی، چی دده په وجود کی د سولی کاروان نور هم غښتلی کیږی، نوځکه د سولی د روان بهیر د خنډ په موخه پر دغسي اشخاصو بریدونه کوي.

دلته جنګ پردی ، او اهداف پردي دي، هر کله چی خپله افغانان د پردوی له دسیسوڅخه لاس وانه خلی هر ورځ به مو مشران وژل کیږی کشران به مو د جنګ لیکو ته لیږل کیږي، مکتب، مدرسه، تعلیم،زراعت صنعت به مو پر مخ تړل کیږی او موږ به یوازی د کلاشینکوف شاجورونه د خپلو ورونو په ځیکرونو کی خالی کوو.

دکندهارامنیه قومندان جنرال عبدالرازق داخبره به منو چی زموږڅخه په نظام کی خلګ خوابدی سوی،خوږسوي او که طالب دهغه سره د مقابلی لستوڼی راپور ته کړی خو دلته داسی خلګ هم په نښه کیږی لکه ضعیف صاحب دا ورستیو جکړو زموږ څخه هر څه واخستل که معلم وژنی ملا هم وژنی دلته هیڅوک په امن نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx