fbpx
زرداد فریادي

زرداد: د کورنيو جګړو په مهال په ترسره کړو کړنو پښيمانه يم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۷، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي قومندان زردار فريادي له اشنا غږ راديو سره په مرکه کې په هغو ټولو کړنو پښيمانې څرګنده کړې چې د کورنيو جګړو په مهال يې ترسره کړې وې.

فريادي منلې چې د کورنيو جګړو په مهال يې پاټکونه لرل او دی د حزب د يو غونډ قومندان و خو دا يې رد کړې چې ويل کيږي د حزب د دفاع وزير و.

نوموړي د کورنيو جګړو په وخت د جناياتو په نورو ترسره کونکو غږ کړی چې په خپلو کړنو پښيمانې وښيي، دی وايي زه يوازينی کس نه وم چې پاټکونه مې جوړ کړي و.

ښاغلي زرداد د هغو خلکو په اړه چې د ده په اړه يې شاهدي ويلې، وويل چې، زما لخوا ورته بښنه شوې خو ويره لرم چې زمونږ تر منځ د ستونزو راپيدا کولو لپاره د طالبانو يا داعش لخوا ورته ضرر ونه رسيږي.

نوموړي ويلي چې دی د بند مودې د پوره کيدو په وجه خلاص شوی او د حزب اسلامي و حکومت تر منځ خبرې يې خلاصون کې رول نه لري.

فريادې زياته کړه چې که څوک راباندې شخصي دعوه لري نو زه محکمې ته حاضر يم، ده د کورنيو جګړو په مهال د خپلو نورو کړنو په اړه وويل چې د هغو په بدل کې يې زندان تير کړی دی.

زرداد په خپل پاټک کې د انساني سپي په ساتلو هم بښنه غوښتنې او زياته کړې يې ده چې د ۹۰مو کلونو جګړې د افغانستان د بربادۍ سبب شوي.

(هغه مهال داسي جرمونه ترسره شوي چې سړی يې په يادولو شرمېږي خو ما خپله جزا تيره کړې ده او اميد لرم چې حکومت او نړيوالې ټولنې نورو مجرمينو ته هم زما غوندې سزا ورکړي، که ډيره نه وي اقلا شپږ کاله بند بايد تير کړي)

زرداد د کورنيو جګړو په مهال ډير جنايات ترسره کړي چې دی يې خپله هم مني او ډير نور کسان هم تورنوي چې ناوړه کړنې يې ترسره کړي، نوموړي په خپلو خبرو کې د ۹۰مو کلو جګړو او جناياتو کې د شريکو خلکو له نومونو اخيستلو ډده وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د