افغانستان

پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل نه غواړي

نن ټکی آسیا: په داسې وخت کې چې د نوي عیسوي کال په را پیلېدو سره امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په هڅه کې دی، په امریکا کې د پاکستان نوی پر دنده ګمارل شوی سفیر عباس جیلاني وايي پاکستان له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ته لېوالتیا نلري.

په امریکا کې د پاکستان سفیر زیاتوي چې یو شمېر افغانانو بیا پاکستان ته هجرت را پيل کړی،چې له همدې څخه ویلای شم چې عام افغانان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د یادونې وړ ده چې عباس جیلاني په امریکا کې د سفیر په توګه نن د دندې د پيل پر لومړۍ ورځ د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په تفصیلي مرکه کې ویلي ، چې د ده په لومړیتوبونو کې به له نړیوالو سره د پاکستان د اړیکې ښه والی او د اقتصادي او هر اړخیزو راکړو-ورکړو پراخوالی وي.
ښاغلی عباس جیلاني له دې وړاندې په هند کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړي همداراز وویل چې ۲۰۱۴ کال به د امریکا ، افغانستان او د افغانستان ګاونډیانو لپاره یو نهایت مهم کال دی، چې په ترڅ کې به یې امریکا یو شمېر ځواکونه له افغانستانه باسي.

عباس جیلاني په مرکه کې ویلي چې په عین وخت کې تر دې مهاله د طالبانو او امریکا او د طالبانو او د افغانستان حکومت مذاکرات هم کومې خاصې مرحلې ته نه دي داخل شوي او دوی هیله من دي چې هر څومره ژر شوني وي، د دوی په خپلو منځو کې مذاکراتو ته سره کښیني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x