اسلامي نظام که ډیموکراسي؟؟

فاتح کاروان

ډیموکراسي یوه زړه له کاره لویدلې او مفسده مفکوره ده، کیدای شي یو څوک ووایي چې له فیوډالیزم او کمونیزم خو ښه ده او په مثال کې به اروپا ورکوي هلته چې د کلیسا او حاکمې طبقې له خپل منځي جنجالونو ستړیا او د عامو وګړو لپاره د یوه جامع او بریالي قانون نشتوالي خلک اړ کړل تر څو د طبیعت عبادت وکړي او له کلیسا خپل ځان خلاص کړي، وروسته چې خلکو ته واضحه شوه او خلک پوه شول چې طبیعت هم د دوی ستونزي نه شي ور حل کولې نو د کمونیزم او بلاخره د سیکولرزم او ډیموکراسۍ په مرضونو لتاړ شول، د اروپا لپاره رښتیا هم هغه وخت کلیسا او د کلیسا پلویتوب ګټور نه ؤ، ځکه چې کلیسا په بشپړ ډول د یوې مخصوصې طبقې په انحصار کې وه، کومې طبقې چې هیڅکله د تمدن او پرمختګ اجازه چاته نه ورکوله او غوښتل یې چې خلک همداسې جاهل وساتي او د خلکو لپاره یې آن د مریضتیا پر مهال د دوا کولو اجازه هم نه ورکوله، خلک مجبور و چې هر حالت کې پاپانو او پادریانو ته رجوع وکړي او د درواغجنو وعدو او خیالي جنت په مقابل کې کلیسا ته لوړې مالیې تحویل کړي، چارواکو به هم له خلکو په زور او چل مالیه اخیسته او خلک یې د جهالت تیارو کې ډوب ساتل… بلاخره اروپایان وتوانیدل چې د کلیسا له استبداده او د حاکمانو له ظلم او غلامۍ نه ځانونه خلاص کړي خو دا چې د کمونیزم، سیکولرزم او بلاخره د ډیموکراسۍ په بڼ ورګډ شول له عصري پلوه یو څه مخکې ولاړل خو دا حقیقت اوس ورته څرګند شو چې ډیموکراسي د قبل المیلاد یوه ایکسپایر فورموله او پدیده ده، مګر اوس اروپا د پانګه والو په انحصار کې ده، امریکایان هم د خپل ژوند د ضروریاتو د پوره کولو لپاره اړ دي چې د حکومت هره روا او ناروا غوښتنه ومني، هوښیار اروپایان او امریکایان د دواړو جهانونو د بریالیتوب او ذهني سکون، رښتوني پرمختګ او د بنده له بنده ګۍ د خلاصون لاره اسلام ګڼي او ورځ تر بلې په اروپا او امـریکا کې اسلام پراخیږي، خو تر کومه ځایه چې د اسلامي نظام خبره ده د راشده خلافته تر عثماني خلافته اسلامي نظامونه د اسلام هغه ډالۍ دي چې بشریت ته یې ډالۍ کړي او د نظامونو تاریخ کې ځانته یو زرین باب لري، اسلامي خلاف د ټول بشریت لپاره نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي او تر ټولو مهم بخش یې دا و چې مسلمانان یې د اتحاد او اتفاق په ټغر سره راټول کړي او د شرق، غرب، عرب او عجم ترمنځ یې یوه قوي اړیکه جوړه کړی وه، مسلمانان د پرمختګ، قوت او مشرۍ نه برخمن و، کفار که هر چیرته و، که د فرانسې او امریکا په څیر زورور نظامونه یې درلودل، خو بیا هم مجبور و چې اسلامي خلافت ته جزیه ورکړي خو هیڅکله یې په چا ظلم نه کاوه، لکه نن یې چې د ډیموکراسۍ علمبرداران کوي، لنډه دا چې اسلامي نظام مخکې هم او اوس هم د بشري او په خاص ډول د اسلامي ټولنې د هر ډول روا غوښتنو ځواب له ځانه سره لري، هیڅکله جمهوریت، شاهي رژیمونه، استبدادي او نظامي رژیمونه نه شي کولې د مسلمان امت ستونزی حل کړي او تر کومه ځایه چې خبره د ډیموکراسۍ ده، نو ډیموکراسي اوس یوه له کاره لویدلې پدیده ده او اصلاً په اصلي حالت کې پاتې هم نه ده، هغه یهود او نصارا چې خپل دینونه یې د تحریف او تخریب قرباني کړل، څنګه به یو حکومتي طرز ترې روغ پاتې شي؟ اوسنۍ نړۍ د پانګه والو تر اغیز لاندې ده او سترې پانګه والې مؤسسې او ټولنې اوس وخت کې د یهودیانو دي، دغه ډول د ډیموکراسۍ او جمهوریت حکومتونه د پانګه والو دي، په دې معنی چې مسلمان امت ته یهودي جمهوریتونه د اسلامي خلافت د بدیل په ډول ورکړل شوي او جمهوریتونو د مسلمانو هیوادونو مشران د خپلې خاورې او محدودې ساحې تر کچې د فعالیت کولو لپاره لږ آزاد پریښي نور نو په نړیوالو قضیو کې د هیڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکول کیږي اګر که هغه قضیې په اسلام او مسلمانانو پورې خاص هم وي!!

اوسنې حالت د اسلامي امت لپاره ډیر بوږنوونکې دی او ښکاري داسې چې مسلمانان به نور هم د ستونزو سره مخ شي، دا ځکه چې جمهوریت او ډیموکراسي یې په اسلامي نظام بهتره بللې ده او د کفارو سره یې د دوستۍ کولو پالیسي پرمخ وړی ده، عراق، سوریه، فلسطین، سوډان، یمن، لیبیا، افغانستان او… د جمهوري نظامونو د منلو او یا منلو خو د زور نه لرلو او قوي نظامونو نه درلودلو بیه ادا کوي، د دې امت بریالیتوب او د نړیوال کفر له ظلم او یرغلونو څخه د خلاصون راز یواځې او يواځې د اتحاد او نړیوال اسلامي نظام په جوړولو کې پټ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د