fbpx
زرداد فریادي

د زرداد فریادي یو جرأتمندانه اعتراف

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

تیره ورځ د تنظیمي جګړې یوه مشهور قومندان زرداد فریادي له رسنیو سره په خپلو ټولو هغو جرمونو چې د یادې جګړې په جریان کې کړي وو جرأتمندانه اعتراف وکړ.

نوموړي وویل: «کورنۍ جګړه د افغانستان د ټولو بدمرغیو او بربادیو لامل شوه ، زه د یوه غونډ د مسؤل په توګه په دې جګړې کې په خپل ګډون پیښمانه یم ، خو یواځې زه نه بلکې هغه کسان چې د رهبرانو او مشرانو په توګه يې دا جګړه رهبري کوله هغوی باید ټول پیښماني وښيي.

ما د خپلو جرمونو جزا تیره کړې خو د دې جګړې نور شریک مجرمین هم باید د خپلو کړیو جرمونو له امله مجازات شي او هغوی دي د خپل ضمیر له مخې د خپل ځان د محاکمې کولو فیصله وکړي ؛ ځکه هغوی له خپل ولس او هیواد سره سخت ظلم کړی دی، هغوی په دې جګړه کې داسې جنایات تر سره کړي چې زه يې په یادولو شرمیږم، ما خپله د هغو جرمونو جزا ولیده ، خو نړیواله ټولنه او حکومت دې د جګړې نورو مجرمینو ته هم جزا ورکړي»

په خپل جرم اعتراف او پر هغه ندامت ښودل د ښاغلي زرداد فریادي یو شهامت او لویه شهکاري ده ، که واقعا هم نوموړي د زړه له اخلاصه په خپلو جرمونو ندامت ښودلی او توبه ایستلې وي او پرذمه يي حقوق العباد نه وي پاتي نو د هغه حدیث شریف په اساس به الله جل جلاله ورته عفو کړې وي کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (كل بني آدم خطاء وخير الخطائين التوابون ) حديث حسن صحيح.

انسان سراسر له خطاګانو ډک دی خو غوره خطاکاران هغه دي چې په خپلو اشتباهاتو ندامت ښیي.

تر دوستم وروسته زرداد فریادي دوهم شخص دی چې د داخلي جګړې په جریان کې په خپلو جنایتونو ندامت ښکاره کوي او له ولس څخه بښنه غواړي.

زرداد او دوستم دواړه د کورنۍ جګړې هغه ګډنوال وو چې نه یې علمي او دیني درایت درلود او نه ورته د خپل جهالت له مخې د مسلمان وژنې او ځوروني په اړه قرآني وعیدونه معلوم ول، خو د هغه باوجود یې د یوه انساني شعورله مخې خپل جرم درک او په اړه یې له ولس څخه بښنه وغوښتله .

تأسف د هغو بي ضمیره او بي شعور جګړه مارو په حال دی چې د مشرانو په توګه یې هغه پیل او رهبرې کړې او د هغې مالي او پوځي تجهیز یې کړی خو دوی لاهم د خپل حماقت له مخې له هغې د فاع کوي، د احمقانه د لائلو په ارائه کولو سره هغه توجیه کوي او له خپلو ټولو جنګي جنایتونو سره سره ځان د ټولنې سپین چرګ معرفي کوي.

دا له انساني او اخلاقي شعوره بیزاره انسانان باید په دې پوه شي چې یوه ورځ به د عادل او منتقم خدای جل جلاله حضور ته ورځي که په دُنیا کې ورته تر هر نامه لاندې د هر چا له لوري هر ډول مصلحتي مصؤنیت ورکول کیږي خو د الهي عدل په محکمه کې به ورسره د مثقال زرة حساب کیږي او هلته به تري د ټولو مظلومانو غچ اخیستل کیږي.

خون ناحق دست ازدامان قاتل بر نداشت … دیده باشي لکه های دامن قصاب را

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

په دې هیله چې زرداد به د بیا ځل لپاره د قادر د زوی او نورو ګوډاګیانو له خوا استعمال نکړل شي.

محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

آیت شریف: ان الله یحب التوایبن و یحب المطهرین.ط ژباړه: الله (ج) توبه کوونکی اوپاکیزه خلک خوښوی. پدی هیله چینورمسلمان ظالمان دغه لړۍ پسي وغځوی.

رحمت الله رحمت
میلمه
رحمت الله رحمت

تأسف ! ((تأسف د هغو بي ضمیره او بي شعور جګړه مارو په حال دی چې د مشرانو په توګه یې هغه پیل او رهبرې کړې او د هغې مالي او پوځي تجهیز یې کړی خو دوی لاهم د خپل حماقت له مخې له هغې د فاع کوي، د احمقانه د لائلو په ارائه کولو سره هغه توجیه کوي او له خپلو ټولو جنګي جنایتونو سره سره ځان د ټولنې سپین چرګ معرفي کوي.)) واقعا هم د تأسف ځای دي چې د ۴۵کلنې مبارزې مدعیان بیاهم د هغې نامشروعې جګړې د پیلولو او تازه کولو هڅې کوي او زرداد او… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

اخره زمانه شوه ، د زرونو بی ګناه مسلمانانو قاتل ، په خپله د ځان قاضی جوړیږی، وایی زه په خپلو جرایمو اعتراف کوم ، بخښنه غواړم، او څه چه می کړی د انګریزانو په عیسوی محکمه کی می بندیخانه تیره کړی. یعنی د یو کس وژنه د شپږ یا لسوو کلونو په بندیخانه بسنه ده همدا عدل او انصاف او بیا هغه قاتل چه په زرونو یی قتل کړی، د دوستم په شان په یوه بخښنه غوشتنه نه یواځی بخښل کیږی بلکه لمړی معاون جوړیږی او قضایی مصونیت تر لاسه کوی ؟ بله مهمه خبره دا چه، زرداد هغه… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

افغانانو ورونو سلامونه می ومنی ! کشکی زرداری له محاکمی وروسته په رښتیا هم په خبلو بدو اعتراف کولی او راتلونکی ژوند یی نور بد نه کولی ، داسی نه ده ، که داسی وی څو کلونه دمخه به یی دا اعتراف کړی وی ، اوس چه اعتراف کوی د حزب سلامی له داعشی دندی یا قوماندی تر لاسه کولو وروسته چه د افغانانو د خپل منځی جنګو پلان په مخه کی دی ځکه یی زرداری د نوو قتلونو د پاره کابل ته راوست ، له دی وروسته به د زرداد او راکتیار نوی سپی وګوری چه په نوی ځپل… نور لوستل »