
په هرات کښي یوه چورلکه نسکوره شوې ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۷، ۱۳۹۵ل): د هیواد په لویدیځ د هرات ولایت د شینډنډ په لویه فوځي اډه کښي د ملي اردو یوه نظامي چورلکه را نسکوره شوې ده.
د چورلکې پیلوټ چې د الوتکي له غورځېدو وروسته ژوندی پاته شوی، رسنیو ته ویلی چي چورلکه د مقناطیسی بم د چاودنی له امله نسکوره شوه.
خو د دغې پوځي اډې د هوایی ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ بیا ویلي چې چورلکه د تخنیکې ستونزو له امله له یوې ودانۍ سره وجنګیده او را نسکوره شوه .
د چورلکې د نسکوریدا پيښې مرګ ژوبله له ځان سره نه در لوده .
تیره میاشت هم د اردو یوه چورلکه د باغیس ولایت د موریچاق په سیمه کښي نسکوره شوه چې له امله یی د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان ووژل شو.