کندوز مېشتي: د سلګونو کورنيو بې کوره کيدل د پامير۱ عملياتو يوازينۍ ګټه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۷، ۱۳۹۵ل): د کندز اړوندو سيمو کې د پامير۱ په نوم تصفيوي عمليات پيل شوي چې له امله يې د ۷ کليو سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي، د يادو کليو اوسيدونکي دغه عمليات بې ګټې بولي.

دولتي ځواکونو هفته وړاندې د طالبانو د له منځه وړلو او امنيتي پوستو جوړولو په موخه په ۷ کليو کې تصفيوي عمليات پيل کړل او له څو ورځو وروسته يې اعلان وکړ چې د بوزقندهاري، ملاسردار، اورتبلاقي ها، عرب ها او ځيني نور کلي يې تصفيه کړي دي.

خو د کندز اوسيدونکي وايي چې پامير۱ عمليات د سلګونو کورنو له بې کوره کيدو پرته هيڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

دوی له دې سره چې په دې عملياتو انتقاد کوي، وايي چې که څه هم په لومړيو ورځو کې طالبان له سيمو وتلي و خو وروسته چې امنيتي ځواکونه له سيمو شاته شول، طالبان بيرته راغلي دي.

د کندز د مهاجرينو د ادارې رئيس عبدالسلام هاشمي د سلګونو خلکو بې کوره کيدل تائيدوي او وايي چې تر اوسه ۴۰۰ کورنيو ورته د مرستې غوښتلو په خاطر مراجعه کړې ده.

بلخوا د کندز د والي وياند سيد محمد دانش د امنيتي ځواکونو شاتګ ردوي او وايي (امنيتي ځواکونو له نيول شويو سيمو څخه يوه هم نه ده ترک کړې)، نوموړی وايي امنيتي ځواکونه في الحال د ماينونو په خونثا کولو او د پوستو په جوړولو بوخت دي.

سيمه ييز مسؤلين هم د کندز له شمال ختيځو سيمو څخه د سلګونو کورنيو بې کوره کيدل تائيدوي او وايي: بې کوره شويو ته د مرستو رسولو هڅې پيل شوې دي، دوی وايي په دې عملياتو کې به ټول کندز ولايت له طالبانو تصفيه شي او امنيتي پوستې به د ښار په اطرافو کې هم جوړې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د