fbpx
شهید بشیراحمد ریان

وروستۍ وصیت …/شهید بشیراحمد ریان

شهید بشيراحمد ريان

دفلسطين په غزه کې له احمدالتګرانې سره يوځاى دبازار په لور روان وم.

دغزې په تړانګه کې تر نورکله زياته ګڼه ، ګوڼه لېدل کېده، په شنه آسمان خال ، خال ورېځي لېدل کېدي،سره له دې چي ډيره ګڼه ، ګوڼه وه ، خو دبازار په کوڅو مرګونى سکوت خپور و. معلومېده چي ټول خلک داسرافيلې شپيلۍ غږ ته انتظار کوي.

احمد التګرانې چي ١٩ کلن زلمى و، زما دملګري محمد بغرادي له خوا يي پېژندنه راسره شوې وه، هغه راته ديوه بااحساسه ځوان او دمسلمانو ځوانانودسازمان دغړي په توګه معرفي کړى و. احمدالتګراني رښتيا هم يو دينداره خو غلى انسان و.تر څو چي به مو پوښتنه ترې ونه کړه ، څه به يي نه ويل.تل به په فکرونو کې ډوب او له ماسره يوځاى به دښار په واټنونو ګرځېده.

دغزې دبازار په يوه څنډه کې خلک سره راټول شوي و، په ويرلړلو سترګو يي يو بل ته کتل،ما او احمد التګراني هم دخلکو په لور ورغلو، دوه ماشومان او مېندي په داسي حال کې چي له بدن څخه يي وېني څڅېدې او اسرائيلې ګولۍ يي تر سينې وتلې وي،پراته وو.

راټولو خلکو هغه ذات ته چي په هر څه قادر ده، لاس پورته کړ، دسپيڅلي قرآن سپيڅلي آياتونه يي ولوستل،له الله جل جلاله څخه يي ددې ظلم پاى وغوښت ، په ژړا، ژړا يې په خپلو بدو کړنو پېښمانتيا وښوده او له هغه څخه يي ديوه خپلواک اسلامستان هيله وکړه.

احمدالتګرانې له يوه بل ځوان سره غېږ په غېږ و او له سترګو څخه يي اوښکې بهېدې. هغه بل ځوان له ده سره له روغبړ وروسته راغى ، له ماسره يي ستړې مشي وکړه ، په ډير ډاډ يي خبري کولې ، احمدالتګرانې راته را وپېژاند : “محمود اردني دهمدې شهيدي ميندي زوى!”

په خپلو سترګو مي باور نه راته ، هلته په وينو لړلي مور او ورور پراته او دده ډاډمنې خبري ؛ فکر يوړم ، دده په غږ د فکر له سمندر څخه راووتم ، ده ويل :

“زه به همدا شهيدان خښ کړم ، له هغه وروسته که ته تيار وې،داردن کېمپ ته به لاړ شو ، هلته زما مجاهد وروڼه په جهاد بوخت دي، هغوى دافغانستان له پېښو سره ډيره دلچسپې لري”.

داحمد التګراني په خوښه مي ورسره دتللو ژمنه وکړه، دشهيدانو په هکله مې ترې وپوښتل ، دلته يي خښوو، که يي اردن ته وړو.

ده وويل :نه همدلته يي خښوو.

– دکورنۍ نور غړي به يي وروستى ديدن کوي، ښه ده چي په خپله مورنۍ سيمه کي وي.

ويي موسل :”وروره! په کور کې مي له ما سواء نور هيڅوک هم ندې پاته ، دکورنۍ ټول غړي مي شهيدان شوي، يو داکا زوى لرم ،موږ ګرځندوى مجاهدين يو ، هر ځاى زموږ ټاټوبى دى”.

ناڅاپه چېغي شوي “اسرائيلي پوځيان راغلل” منډې ترړي شروع شوې ، هر چا غوښتل په خپله مېنه کې پناه واخلي، له يهودې وحشيانو وتښتې، محمود اردني وسله په لاس زما خواته راغى، يوه توپنچه يي ماته راکړه او څو بمونه يي احمدالتګراني ته ورکړل ، احمدالتګراني چاودېدونکى واسکټ واغوست او ديوه وران دوکان ديوال ته يي پناه يوړه ،يهودي ټانګونو دګوليو باران جوړ کړى و، په بوډاګانو ، ماشومانو او تورسريو يي بې درېغه ګولۍ اورولې . شاته يي را روانو بلدوزرانو دکورونو په ورانولو شروع وکړه ، احمد التګراني يي نور دلېدلو توان نه درلود،  منډه يي کړه ، تر څو چي يهودې پوځيان پري پوهيدل، د ټانګونو په مينځ کې يي دخداى حضور ته دورتللو شېبي لنډي او ځان يي والوزاوو.

يهودي موټران زموږ په لوري وړاندي راغلل ، ما او محمود بمونه ور وغورځول او دسهيل په لوري مو منډې کړي ، څه ځاى نه وم تللى چي ، زړه بوږونکي چېغه مي تر غوږ شوه ، شاته مي وکتل ، محمود اردني په وينو لژند پروت و، خپل په سر تړلى رويمال مي څيري او دده زخم مي پري وتاړه ، هغه مي په اوږه واخېست او يوې وراني جونګړې ته مي ورننيوست ، په جونګړه کې مي يي د پانسمان لپاره زخم خلاص کړ، خو مخکې تر دې چي پانسمان يي کړم ، ده وويل :

“وروره! زما دژوند وروستۍ شيبې دي ، زما ټول ارمانونه پوره شول ، که اردن ته لاړي زما داکا زوى ته به ووايي چي زما ټول جايداد خرڅ کړه او پيسې يي په مجاهدينوووېشه، هغه ته ووايي،که زما هيله مني،  هيڅکله وسله مه اږده، دژوند تر وروستۍ سلګۍ دوحشې او ستمګرو يهودانوپه وړاندي وجنګيږه، خپلې شهيدي ميندي ،ماشومان او ځوانان مه هيروه ، وجنګېږه ! تر څو شهيد او يا هم بريالى شي.

مجاهدو وروڼو ته ووايه چي داتحاد رسۍ ټينګه ونيسئ او هيڅکله ديهودو په شوموپلانونو دوکه ونه خورئ، داسلامي نړۍ دمليونونو شهيدانو ويني مه هېروئ!”

غږ يې په ستوني کي ونښت ،هڅه يې وکړه څه ووايې،شونډې يې وښورېدې او سترګي يې خلاصي پاته شوې.والسلام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د