افغانستان

کابل: د ولسي جرګې پر غړي چاودنه شوې / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۸، ۱۳۹۵ل): د کابل په لویدیځه کې د دشت برچي په سیمه کې د ولسي جرګې پر غړي «فکوري بهشتي» چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی د خپل زوی په ګډون ټپي شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي رسنیو ته ویلي چې په ننۍ چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي.

نوموړي ویلي چې چاودنه سهار پر اته نیمې بجې شاوخوا د شپږمي امنیتي حوزې اړوند په دشتي برچې را منځته شوه.

یوې بلي سرچیني ویلي چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او اقلا  درې نور ټپیان شوي دي.

بل خوا «یک تلویزون» د ولسي جرګې د رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له قوله ویلي چې په چاودنه کې د ولسي جرګې غړی «فکوري بهشتي» او د هغه زوی هم ټپي شوی دی. چې روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

فکوري بهشتي

ويډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x