د نن سرلیکنه

د سمنګان پیښه د اداري فساد خونړی محصول – سرمقاله

د نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ د سمنګان په ولایت کې سلګونو کسانو د دغه ولایت د والي په خلاف مظاهره وکړه .

امنیتي ځواکونو د دې پرځای چې د مظاهره چیانومعقولې غوښتنې ومني پرهغوئ یې مرمۍ و اورولې چې له امله یې دوه تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شول.

دا لسمه ورځ ده چې د سمنګان اوسیدونکي د دې ولایت د والي خیرالله انوش په خلاف لاریونونه کوي او له یاد ولایت څخه یې د تبدیلي غوښتنه کوي،خو نه په اصطلاح ریاست جمهوري اونه هم د محلي ارګانونو مستقلې ادارې د خلګو په معقولوغوښتنوځا ن خبرکړ اونه یې دخپل فاسد والي د فساد مخنه ونیوله .

دسمنګان اوسنی والی چې دکرزي د رژیم دنورو واليانو په څیر په فساد، اختلاس او دولتي شتمنیو په لوټولوکې شهرت لري په تنظیمي لحاظ د جنرال دوستم په جنبش ملي او د هغه سیاسي حریف د ولایتي شورا رئیس په جمعیت اسلامي ګوند پوري تړاولري .

په یوه ولایت کې دوه متضاد ځواکونه یو دبل په خلاف حمایه کول هم دکرزي حکومت هغه ځانګړې تګلاره ده چې غواړي په هیواد کې دیوه مسلط متحد مرکزي نظام په ځای په متفرقو تنظمي ډلو او اشخاصو تمرکز ولري .

دسمنګان ولایت په پرونیو مظاهروکې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره چیانو ویشتل لومړنۍ پیښه نه ده ، بلکې تر دې له مخه په تخار ، مزارشریف ، قندوز ، ننګرهار، پکتیا، لوګر ، کابل او د هیواد په مختلفو ولایتو نو کې په لسګونو مظاهره کوونکي د خپلو حقه حقونو د غوښتلو په جرم وژل شوي ، ژوبل شوي او ځورول شوي دي.

دکرزي نظام دخپل تأسیس له لومړۍ ورځې بیا ترنن پوري په هیوادکې د قانون د پلي کولو او د دوئ په اصطلاح د ډیموکراتیکو اساساتو د عملي کولو شعارونه ورکوي ، خو چې کله هم چیري ولس تري د خپلو حقونو چې د دوئ د ډیموکراسي ترټولو عمده رکن ګڼل کیږي غوښتنه کوي بیا ورته د ډیموکراتیکو اساساتو د پلي کولو پر ځای د ټوپک پرخوله ځواب ورکول کیږي او هغوئ د خپلو حقونو دغوښتلو په جرم د ځان په وینو لمبول کیږي .

د خپلو حقونو دمطالبې لپاره مظاهره کول قانوني عمل دی او باید له مظاهره کوونکو سره دقانون له مخي تعامل وشي ، نه دا چې د هغوئ ځواب په مرمۍ ورکړل شي او د انصاف ورکولو په ځای له خدای ورکړي ژوند نه هم بي برخې شي.

په هیواد کې داشغالګرو ترحمایت لاندې د حکومتي چارواکو فساد نور ولس د انتحار حالت ته رسولی ، له دغه بدمرغه حالت څخه دنجات لپاره د هغوئ لپاره یواځي له اشغالګرو سره د مقاومت لاره پاتې ده ، او د اشغالګرو اشغال او د هغوئ تحت الحمایه چارواکو فساد هغه څه دي چې دولس مقاومت ته یې په ملي او مذهبي لحاظ مشروعیت وربښلی ، همدا لامل دی چې ولس هوډ کړی چې د ملي مقاومت په مټ به هم اشغال ختموي او هم دهغوئ ترسیوري لاندې خپورشوی فساد.

الله دي بریالي لري .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x