افغانستان

طالبانو د برېښنا رسولو کمیسون جوړ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو اعلان کړی چې دوی په هیواد کې د برېښنا رسولو لپاره ځانګړی کمیسون جوړ کړی تر څو په هغو سیمو کې چې ددوی تر کنټرول لاندي دي، د برېښنا په رسولو کې همکاري وکړي.

د طالبانو پر وېبپاڼي په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «داچې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د بريښنا د رسولو کارونه روان دي، پايې درول کیږي، مزي يې غزول کیږي اودخرابۍ په صورت کي یې ترمیم ته ضرورت پیداکیږي، دا ډول کارونه په هغو سیمو کې هم ترسره کیږي چې د اسلامي امارت دمجاهدینو تر ولکې او کنترول لاندې دي، نو طبعا دبريښنا اړوند کارونو د پرمختګ په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو مرستې او همکارۍ ته اړتیا پيښېږي.»

طالبانو له غیر دولتي ادارو او شرکتونو څخه غوښتي چې د برېښنا رسولو اړوند له دوی سره اړیکه ونیسي.

«د بريښنا آزاد شرکتونه، د بريښنا رسولو د کارونو قراردادیان، سیميز خلک او نور اړوند غیر دولتي جهتونه کولای شي د لاندې ایمیل آدرس او تیلفون شمیرو په وسیله خپله ستونزه د اسلامي امارت د بريښنا د څانګې له مسئولینو سره شریکه کړي، له هغو څخه مرسته وغواړي ترڅو په خپل وخت همکاري ورسره وشي.»

که څه هم ددې تر مخه هم ویل شوي چې طالبان د برېښنا رسولو او د برېښنا د خادو په ساتنه کې د برېښنا د شرکتونو سره همکاري لري خو دا لومړی ځل دی چې ددې کار لپاره ځانګړی کمیسون اعلانیږي او په عامه د تلیفون شمېرې او ایمیل ادرس د مراجعینو لپاره نشر ته سپارل کیږي.

د طالبانو پر وېب پاڼه نشر شوی ایمیل ادرس او تلیفون شمېرې په لاندي ډول دي:

«ایمیل آدرس : barishnacomisson@gmail.com – تلیفون شمیرې: 0705557038-0794361452»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x