fbpx

کابل ولي د مسکو دري اړخیزې غونډي ته ونه بلل شو؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ مسکو د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه د چین، روسیې او پاکستان په ګډون د دری اړخیزې غونډې کوربه و.

مسکو د دری اړخیزه غونډې په جوړولو تر هغه وروسته اقدام کوي چې په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ مسلسلې څلور اړخیزې غونډې بي نتیجې پایته ورسیدې.

د مسکو دری اړخیزه په داسې حال کې خپله لومړنۍ غونډه پیلوي چې په سیمه کې د امریکا او روسیې ترمنځ پوځي او سیاسي سیالۍ یوځل بیا زور اخیستی او د سوريې د حکومت لخوا د روسانو په مرسته د حلب ښار تصفیه کول د امریکایانو په مقابل کې د مسکو ستر بریالیتوب بلل شوی.

د حلب تر تصفیې وروسته د روسیې په کوربه توب د مسکو دری اړخیزه غونډه او هغه هم د کابل د تحت الحمایه حکومت له ګډون پرته پر امریکایانو د مسکو هغه سیاسي ګوزار دی چې ناټو ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان او د ګډ حکومت پارلمان او مشرانو جرګې یې په اړه ټینګ غبر ګون ښودلی دی.

اوس خبره داده چې د مسکو په دری اړخیزې کې کابل ولي له پامه وغورځیده؟

د غونډې د متصدیانو او سیاسي شنونکو په اند دا غونډه په افغانستان او سیمه کې د داعش د فعالیتونو د مخنیوي په اړه جوړه شوې وه او د داعش په اړه کابل په دوو موقفونو کې قرار لري:

۱ـ د امریکایانو په لمسون په افغانستان کې د داعش پیاوړي کول.

۲ـ د خپل منځي اختلافاتو اوعدم کفایت له وجې د داعش په مقابل کې پاتي راتلل.

په افغانستان کې د داعش د ظهور له لومړۍ ورځې راهیسې ظاهر قدیر د ولسي جرګې د مرستیال په توګه ځیني لوړ پوړي حکومتي چارواکي په تیره د ولسمشر امنیتي مشاور او دامنیت شورا مسؤل حنیف اتمر د داعش په تمویل او تجهیزولو تورنوي او کوم عملیات چې د حکومت له لوري تر اوسه د هیواد په ختیځ کې د داعش د له منځه وړلو په پلمه شوي هغه خپله د دولتي چارواکو په اعتراف ناکام او د داعش د لا ځواکمن کیدو لامل شوي.

د داعش په اړه د کابل دغه دوه ګونی وضعیت مسکو او د هغه استراتيژیک ملګري چين او ایران اندېښمن کړي چې د مسکو درې اړخیزه یې د خپلې اندېښنې د څرګندولو لومړنی عملي غبرګون دی.

که څه هم چې تهران د مسکو دری اړخیزې ته نه و بلل شوی ، خو د غونډې په ترڅ کې پریکړه وشوه چې په راتلونکو ناستو کې به تهران او کابل هم وربلل کیږي.

ځینو رسنیو د مسکو تر دری اړخیزې وړاندې په یادې غونډې کې د طالبانو د ګډون رپوټونه هم ورکړل خو هغه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لخوا رد شول.

د مسکو دری اړخیزې په لومړنیو پایلو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له نوملړه د طالبانو د ځینو چارواکو نومونه ایستل دي چې دا کار د طالبانو لپاره لویه سیاسي بریا ګڼل کیږي.

اوبه ګورو چې د بهرنیانو د بهرنیو غونډو په تسلسل کې له افغانستانه بهر د افغانستان د امنیت په اړه د مسکو دری اړخیزه افغانانو ته څه پایلې له ځانه سره لري؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د