نظــر

ترکیه او سوریه

عاصم افغان

د جرمني خلاف لومړي نړیوال جنګ کې سترو قوتونو لاس سره یو کړ ، روسیه هم دغه اتحادیه کې شامله وه، غوښتل یې د برطانیې او فرانسې تر څنګ په پوره مقاومت سره د جرمني غرور مات کړي، خو لکه څنګه چې جرمني هیواد هم یو غښتلی قوت و؛ نو ځکه یې ټولې اروپا ته ټټر وواهه او نزدې ټول یې وارخطا هم کړل، په دغو نښتو کې هر ډول اسلحه وکارول شوه خو روسیه چې انګریزانو سره یې لاس یو کړی و په دغه اله ګوله کې له اقتصادي او نظامي پلوه یو څه کمزورې شوه.

انګریزانو نه غوښتل چې روسیه له دغې اتحادې څخه ووځي او ددوی تر مینځ کوم درز راشي؛ نو د فرانسې په همکاری یې هوډ وکړ چې د شوروي اتحاد به پوره همکاري کوي تر څو میدان یواځې ورپاتې نشي.

د اروپا او روس تر مینځ یواځې ترکیه خنډ و چې دوی نشوای کولای یو بل سره تګ راتګ وکړي ؛ ځکه د وچې او لمدې لاره یې همدا وه چې باید د ترکیې له ساحو څخه تېر شي ، ترکیانو هم نه غوښتل چې دوی سره غاړه غړۍ شي؛ ځکه عثماني خلافت له جرمنیانو سره ولاړ و، انګریزانو غوښتل چې شوروي سره د تګ راتګ او کومک په موخه لاره ونښلوي نو پوره هوډ سره یې کښتۍ له اسلحې او نورو سامانونو را بار کړې تر څو د ترکیې له تنګي څخه تیر شي ، بحیره اسود ته ننوځي او بیا د روس ساحل ته ځان ورسوي.

کله یې چې د دوی بار وړونکې بېړۍ د هغه تنګي سر چې مدیترانه او بحیره اسود سره نښلوي «دردنیل» ته راورسیدې نو له عادي مقاومت سره مخامخ شول.

دوی وپتیله چې ګواکې همدا یې زور و نو له یو څه ځنډ روسته یې زوروره حمله وکړه تر څو په یو دم له تنګي څخه تېر شي ؛ خو دعثماني خلافت له داسې بحري بمونو سره مخ شول چې تر دې مخه یې ساری نه لیدل کېده او همدا یې د بحري لارې د ماتې لامل هم شو.

بیا برطانیې او فرانسې په ترکیه ځمکنۍ حمله وکړه ، غوښتل یې د ترکیې وچه لار څیرې کړي او روسیې سره ځان وګنډي، انګرېزانو روسیې ته تمه ورکړه چې استانبول ښار به تحفه کې ورته وړاندې کړي او په همدې سره به عثماني خلافت ته هم د پای ټکی کېږدي.

خو دوی ونه توانیدل بلکې د یو لک شل زره په شاوخوا کې یې مړي او زخمیان ورکړل او استانبول ددوی له ولکې روغ ووت.

دا حمله په ۱۹۱۵ میلادي کال کې په ترکیه کې وشوه چې په چنق قلعه سره یادیږي او یورپ کې د دردنیل په تنګي شهرت لري؛ ځکه لومړۍ وار همدغه ځای کې نښته رامینځ ته شوه.

په همدې کال د عثماني خلافت او ددغو انګریزانو د اتحادیې تر مینځ زورور جنګ وشو چې په دې کې ترکیې سره نورو مسلمانانو هم لکه دعراق، فلسطین او سوریې مسلمانانو هم لاس یو کړ چې دوه نیم لکه مسلمانان په کې شهیدان شول.

پرون ۲۰۱۶ میلادي د دیسمبر په ۲۶ نېټه د ترکيې خارجه وزیر جاویش اغلو وویل:

مونږ چې سوریه سره مرسته کوو دا د همغه ښېګڼې بدله ورکوو چې د سوریې مسلمانانو مونږ سره په تاریخي جنګ کې مرسته کړې وه.

که مونږ دوی سره ښیګڼه ونکړو نو مونږ به هیڅکله تاریخ ونه بښي.

که د حلب مسلمانان همدغسې محاصره د ګولیو او بمبار لاندې په دغه مظلوم حال کې پاتې شي نو د ا به لومړۍ زمونږ له پاره او بیا د ګردو مسلمانانو لپاره لوی شرم وي.

ترکیې تېره میاشت کې ۵ سوه بسونه سوریې ته ولیږل تر څو حلبیان خوندي ځایونو ته نقل کړي، خو بیا یې هم د خپل هیواد غېږه داسې ورته خلاصه نه کړه لکه څومره چې شامیانو په ۱۹۱۵ زېږدیز کال کې په پراخه کچه قرباني ورکړې وه.

مسلمانان که لاس سره یو نه کړي او لکه همدا اوس د یو بل د ځنکدن د سلګیو سیل کوي نو ډیر ژر ده چې دا وار به د هر وطن د مسلمانانو راورسیږي چې هر یو به ځانته په خپلو سلګیو کې ساه ورکړي .

د مسلمانانو د یو موټی کېدو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x