ورزش

کرکټ: بالآخره د شاهد افریدي د تیزې سلیزې ریکارډ مات شو

د شاهد افریدي هغه ریکارډ چې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې چا نه و مات کړی، نیوزلیند لوبغاړي کوري اینډرسن نن مات کړ.

کوري اینډرسن د نیوزلینډ نوی لوبغاړی دی، نوموړي نن / ۱- جنوری-۲۰۱۴ / د ویسټ انډیز سره په لوبه کې په ۳۶ بالونو سلیزه ووهله، تردې دمخه شاهد افریدي په ۳۷ بالونو سلیزه وهلې وه. اینډرس د شاهد افریدي ریکارډ ۱۷ کاله پس مات کړ.

شاهد افریدي په ۱۹۹۶ کې د سریلانکا په خلاف په ۳۷ بالونو سلیزه پوره کړې وه.

د تفصیلاتو سره سم د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز لوبه د باران له امله ۲۱ اورونو ته کمه شوه، لومړی توپ وهنه (بیټنګ) نیوزلینډ پیل کړه او د ویسټ انډیز د بالرانو يې لاره ورکه کړه، د نیوزلینډ توپ وهونکو (بیټسمینانو) په ۲۱ اورونو کې ۲۸۳ منډې جوړې کړې،

چې په دې کې کوري اینډرسن په ۳۶ بالونو سلیزه پوره کړه ، کوري اینډرسن ۱۴ شپږیزې (۶) او ۴ څلوریزې (۴) ووهلې، نوموړي ټول ۱۳۱ منډې جوړې کړې او په پای کې ونه سوځېد.

ویسټ انډیز د ۲۸۴ هدف په مقابل کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او ۱۵۹ منډو يې لوبه وبایلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x