
سهیل شاهین: د پګواش طرحه د «اسلامي امارت» طرحه نه ده
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۸، ۱۳۹۵ل): د پګواش نړیوالي ادارې څو ورځي وړاندي په کابل کې یو کانفرانس جوړ کړی وو، په دغه کانفرانس کې نوموړي ادارې خپل ۱۹ ماده ییزه د سولي ممکنه طرحه وړاندي کړه.
دغه طرحه چې نن ټکی اسیا هم په بشپړه توګه هغه مهال نشر کړې وه، په اړه یې د ولسمشر سیاسي سلاکار «اکرم خپلواک» د مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ته د پګواش نړیوالي موسسې طرحه نه ده رسیدلې.
نوموړي وویل: «د پګواش طرحه موږ ته نه ده رسېدلې. دا طرحه نه موږ سره پلان شوي او نه هم شريکه شوې ده. خو زه به دا درته ووايم چې اکثره غير دولتي ادارې خپل اهداف لري.».
بل خوا د «اسلامي امارت» د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته په رالیږلي غبرګون کې ویلي چې د پګواش طرحه په هغوی پورې اړه لري . «دا د اسلامي امارت طرحه نه ده.».
نوموړی زیاتوي: «مشال راډیو په یوه راپور کې ویلي چې حکومت د سولې لپاره د پګواش طرحه رد او طالبانو تائید کړه پداسی حال کې چې دا نه د اسلامي امارت دریځ دی او نه یې دا طرحه ده . دا کیدای شی د پګواش طرحه وي.»
سهیل شاهین وویل: «ډیر کسان او مؤسسات د افغانستان د مسئلې اړوند جلا جلا طرحې جوړوی ، دا یوازي د هغوی طرحې دی. تر څو چې اسلامي امارت پدی هکله رسمي اعلان نه وي کړي، دا د اسلامي امارت طرحې نشی کیدای».
شاهین تاکید کوی چې «داسلامي امارت رسمی دریځ د اسلامي امارت د ویندویانو دڅرګندونو له لارې او د اسلامي امارت په رسمي ویبپاڼه کې وخت په وخت خپریږي. باید په هغو اتکا وشي.».
کله چې په دې اړه نن ټکی اسیا د پګواش نړیوالي موسسې سره اړیکه ونیوله، هغوی وویل:
د پګواش له لوري په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ممکنه سولي لپاره یوه طرحه ترتیب شوې ده.
دغه طرحه د افغانستان حکومت د سولي شورا سره، د ملي امنیت د شورا سره، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سره، افغان سیاسي شخصیتونو سره او په عمومي ډول د افغان ولس سره شریکه شوې. چې په دې وروستیو کې په همدې اړه په کابل کې یو کانفرانس را بلل شوی وو او ګډونوالو یې په اړه مختلف نظرونه ورکړل.
د پګواش ادارې همداراز وویل چې دوی په کابل کې مختلفو سفارتونو ته خپله طرحه وړاندي کړې او په افغانستان کې مختلفو ډلو او سیاسي شخصیتونو سره یې باندي خبري کړي دي.
دغه ادارې وړاندي وویل چې طرحه یې لا بشپړه نه ده، ډېر نور کار غواړي او د بحث لپاره یې وړاندي کوي، په اړه یې د هر چا نظر ته په احترام قایل دي او غواړي چې د سولي په دغه ممکنه طرحه کې هر رنګه وړاندیزونه ومني او ځای یې کړي.
د پګواش ادارې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی یو غیر دولتي اداره ده چې یوازې طرحې او افکار وړاندي کوي، دوی د مذاکراتو تنظیموونکي نه دي.