ټکنالوژي

د فېسبوک تاوانونه

حامد افغان

د یوه شي له “خیر” مخکې د هغه “شر” پېژندل مهم دي، لکه حذیفه بن الیمان رضي الله عنه وایي: خلکو به رسول الله نه د “خیر” پوښتنه کوله خو ما به د “شر” په اړه پوښتنې کولې، د دې لپاره چې ځان ورنه وژغورم. د خواله مختلفو رسنیو د نړۍ ګڼ شمیر انسانان په غیږ کې نیولي، په ځانګړې توګه فېسبوک دنیا په سراخیستې ده، زموږ افغانان هم په ګڼ شمیر کې فېسبوک کاروي، د سترګو لیدلی حالت راښیي چې ډېره کمه سلنه خلک یې ښه کاروي، متاسفانه اکثره له فېسبوکه سمه استفاده نه کوي، که د خلکو غلطي کارونې او د فېسبوک تاوانونو ته متوجه شو؛ دې ستونزي فعلاً د وبا شکل غوره کړی دی. نو مناسب ده چې له تاوانونو یې ځانونه خبر کړو.

ناخبره مشران ایله په دې تعجب کې وازې خولې پاته دي چې کشران یې ولې په موبایلونو دومره زیات بوخت دي.

نور له حالاتو ناخبره دي چې کشران په څه بوخت دي، موږ اکثره شکایت کوو چې فېسبوک مې زیات وخت رانه اخلي، خو نورو ستونزو ته یې توجه نه کوو، په حقیقت کې ګڼ شمیر تاوانونه لري چې لاندې یې د المغربي ادیب ربیع السملالي په یوه لیکنه کې درسره شریکوم. ربیع السملالي د فېسبوک ځیني تاوانونه لیکلي دي چې دلته یې درته ژباړم، البته ژباړه له یو څه لاسوهني سره ده.

• د فېسبوک له ګڼ شمیر تاوانونو یو دا دی چې بېلاري سړي او ښځې به په اصلي نوم ستا نظر تائيدوي او په مستعار نوم به دې مخالفت کوي، په دې توګه به لوی سرخوږی او پرېشاني درته جوړوي.

• د فېسبوک بل لوی تاوان دا دی چې د ماشوم په څېر به پریمانه وخت په کې ضایع کړې او خوشاله به وې خو چې د الله کتاب خلاص کړې د أُحد غره غوندي به دې په روح دروند وي او دوه دری مخه تلاوت وروسته به ستړی شې.

• بل تاوان یې دا دی چې ډېرو اصلي شخصیتونه پټ کړي وي او د شهرت یا نورو دوکوه لپاره یې جعلي شخصیتونه ښکاره کړي وي او یا د نورو شیطاني موخو لپاره.

• د فېسبوک له تاوانونو بل دا چې ښه به خوشاله او ارام وې تبیت به دې برابر وي، یو کم عقل به زنګونه او میسجونه درته شلیک کړي، یا به دې په پوسټ احمقانه کمنټونه درته ولیکي، نو خوشالي او ارامي به دې په اوبو لاهو کړي.

• بل دا چې ځیني به په ظاهره جګې درته وهي، صفتونه به دې کوي، ابن تیمیه او الشوکاني به درنه حوړ کړي، خو په غياب کې به دې غندي، تهمتونه او بهتانونه به درپوري تړي او په ډېره بې شرمي سره به دې په مختلفو ناسمو القابو تورنوي.

• بل دا چې له داسې بې حیا خلکو سره به مخامخ کیږې چې هغه به چټي، ناپوه او لوی جاهل وي، خو ستا سره به په مهمو خبرو کې په سرټمبګي سره بحثونه کوي.

• د فېسبوک له تاوانونو بل دا دی چې یو ښه عالم، ستر ادیب او لوی مفکر به د یوه ناپوه، ناخبره ځوان او نجلۍ د نظرونو احترام کوي، هغوی به دومره مبتدیان وي چې د قناعت کولو عمر ته به لا نه وي رسیدلي، نو یوې خوا ته به لوی عالم او مفکر وي چې هغه به د علم او تحقیق په لاره کې کلونه خوارۍ کړې وي او بل لور ته به د کمپيوټر او مستعار نوم تر شا ماشوم او نجلۍ ناست وي.

• بله دا چې فېسبوک کې جاهل، عالم او کم عقل، مبتدع ګرځي. او دا ټول د بېځايه ستاینو، د ناپوهانو او چاپلوسانو د هڅونو لامله، دلته موږ وینو چې ډېر ناپوهه او سیاسي چالاکان په سلهاوو زره فالورز لري، هغوی یې هرې ناپړیتي او آن احمقانه نظر ته لایکونه او افرینونه ورلیږي او د ډېرو لویو پوهانو علمي او ګټورې خبرې ګوتشمیر کسان بدرګه کوي.

• د فېسبوک بل تاوان دا دی چې خپله کورنۍ، اولاد او خپلوان به درنه پاته وي، خپل مهم کارونه، مطالعه او نور ډېر مسؤلیتونه به درنه پاته وي خو له فرضي ملګرو او د دنیا له ناپېژاندو سره به بوخت یې. نړۍ به دې کلی ګرځولې وې، په دې مجهول کلي کې به شپه او ورځ ورک یې خو خپل کور به دې هېر وي.

• د فېسبوک له تاوانونو لوی یې د وخت ضایع کول دي، په ځانګړې توګه چټ او بې ګټې خبرو باندې، یقینا دا خبرې د سړي جديت له منځه وړي، دین ته تاوان رسوي او آن زړه سختوي. او بده یې دا چې دا اعتیاد ګرځي او د وخت ضیاع اعتیاد ګرځېدل خطرناکه خبره ده.

• د فېسبوک بل تاوان له دروغو او آن منافقت سره عادي کیدل دي، دا راز د خلکو پټو حالاتو معلومول او د هغوی د ښویېدنو په لټه کې کیدل، دلته دروغ بیخي عام، د نفاق بازار ګرم او تجسس او غیبتونه له حده زیات دي. او دا ټول لوی ګناهونه او ټولنیز فسادونه دي. نسئل الله السلامة

• داراز فېسبوک کې حسد او کینې، مختلف النوعه کرکې او نفرتونه هم په ښه زور سره روان دي، شیطاني مینه او شیطاني کرکې هم زیاتې دي، دلته ډلبازۍ او د مختلفو افکارو پر سر جبهه ګیري او په دې لاره کې جنجالونه او عداوتونه هم زیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x