افغانستان

د احساساتو پر نیلي سپور ملت!

۱۹۹۳م کال کې د پاکستان د وخت لومړی وزیر، نواز شریف ترکیې ته په رسمي سفر ولاړ. له ترکي ولسمشر سلیمان ډیمرل سره د مذاکراتو پرمهال نوازشریف خبرې پیل کړې، له سلام و دعا وروسته یې د پاکستان او ترکيې پر اسلامي کلتور خبرې وکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې پر مشترکاتو رڼا واچوله او بیا يې د کشمیر پر لانجې خبرې شروع کړې. ولسمشر سلیمان ډیمرل د نوازشریف خبرو ته غوږ و، کله يې چې د شریف خبرو حوصله ورختمه کړه نو په ډېر ادب سره یې وویل: «ښاغلی لومړی وزیر! ته مسلمان یې، زه هم مسلمان یم، موږ دواړه وروڼه وروڼه یو او د پاکستان او ترکیې ترمنځ له لسګونو کلونو راهيسې ښې اړيکي دي، پر دې زه هم پوهېږم، ته هم، ښايي پر دې خبرو وخت ضایع نه کړو.

ته راته دا ووایه، تا سره ترکیې ته د صادرولو لپاره څه دي او زه به درته ووایم چې موږ پر تاسو څه خرڅولای شو، زموږ و ستاسو اړیکي پر دې سوداګرۍ وده کوي».

دا خبره به پر خپل ځای پرېږدو چې د ترکیې د هغه مهال ولسمشر سلیمان ډیمرل سیکولر و یا بې‌دینه و. له دې مذاکراتو یوه خبره جوتېږي، چې د نن سبا پر اړیکو او سیاستونو ګټې راج چلوي. په نړیوالو اړیکو کې د نورو لاملونو ترڅنګ د ګټو ځای لا هم تر هر څه لوړ دی. سیاست کې دا مقوله ډېر تکرار شوې ده، چې په سیاست کې نه تلپاتې یارانه شته او نه هم همېشنۍ دښمني؛ یوازې ګټې دي، چې تلپاتې دي او دغه تلپاتې ګټې دي، چې څوک درته دښمن او څوک دې یار کوي.

که اسلامي دي او که غیراسلامي هېوادونه، نن واکمن سیاست دغسې دی. ښايي ځیني یاران ووايي، چې زموږ يې په نورو څه، موږ ورسره سم چلېږو، راست چلېږو. زه وایم کله چې ګرده نړۍ د څو مکارو، چالاکو او غولوونکو څېرو د سیاستونو په جال کې راګېر ده، ستا سېده چلېدل تر هر چا مخکې اول تا ته ستونزې پنځوي. په دغسې یوه سیاسي چاپېریال کې داسې سیاست خپلول په کار دي، چې پر عقل او منطق ولاړ وي. هغه هېوادونه چې لیډران یې په خپلو جذبو، احساساتو او غیر منطقي سیاستونو کې راګير وي، برخلیک يې تر افغانستانه ښه نه وي. دلته په افغانستان کې ستونزه دا ده، چې له ولسه نيولې بیا تر سیاستوالو، ګرد د خپلو جذبو او احساساتو په خیالي دنیا کې ورک وي. کله چې په خود راځي بیا هر څه برباد شوي وي.

سردار داوود خان د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په خپل بهرني سیاست کې د بدلون اراده وکړه، غوښتل یې چې د شوروي پر ځای غربي بلاک ته مخه کړي. د ارواښاد داوود خان دا ګام هم ډېر ناوخته او په احساساتو ولاړ و. د شوروي له ولسمشر برېژنف سره يې په مخامخ خبرو کې ونشوای کولای چې د مقابل لوري خبره وزغمي. برېژنف په افغانستان کې د ناټو بلاک له کارکوونکو اندېښنه څرګنده کړه، چې دې اندېښنې داوود خان په جذبه راووست او له یوه توند او تریخ ځوابه وروسته یې د مسکو سفر لنډ کړ او هېواد ته راستون شو. د داوود خان دا عمل لا هم زموږ په ټولنه کې د هغه یو کمال ګڼل کېږي. مګر که د ارواښاد دې کار ته لږ د عقل و منطق له زاویې وګورو، په سړه سینه او خلاصو سترګو ورسره تم شو، راڅرګنده به شي چې دا یوه ډېره ستره سیاسي تېروتنه وه، چې د ثور کرغېړنه کودتا یې کلونه راوړاندې کړه.

افغانان طبیعتاً احساساتي او جزمي خلک دي. ولسونه به هر رنګه وي، انسان هغه وخت ډېر ځورېږي، چې دا رنځ تر سیاستوالو، روڼ اندو او پوهانو پورې لارې وکړي. په سیاستوالو کې پر احساساتو ولاړ سیاست لومړی کمونیستانو راپیل کړ. خلقیانو او پرچمیانو عجبه دنیا درلوده، د دوی په سیاسي قاموس کې زغم، دقت او منطق ځای نه درلود. هر څه پر ولولو کېدل، له شعارو نه یې ښه څرګنده وه، چې په څه جوش و خروش سره بیانېدل.

پر افغانستان د کمونیستانو د واکمنۍ دور د احساساتو د واکمنۍ پیر و. دلته په کابل کې د خلق و پرچم لنډپارې کړنې وې او هلته په پېښور کې بیا مجاهدینو هم له خلق و پرچم سره همدا یوه نقطه تشابه درلوده. د جهادي تنظیمونو په راج کې، چا په پېښور کې د ملي ګټو، ملي احساس او وطندوستۍ اظهار نظر نشوای کولای، کنه د کمونیستۍ، افغان ملتۍ او نورو ټاپو کمی نه و. ږیره پرېښودل تر فرضو هم لوړ ځای لاره. د اسلامي نړۍ په منځ کې پولې چا نه منلې، تر عمري خلافته په کم څوک قایل نه و، کابل کې يې په خپل خیالي اسلامي حکومت کې یو کمونیست نه شوای زغملای، ظاهر شاه خوار په هره غونډه کې کافر و،  فلسطین د دوی دویم مشن و، د کشمیر د ازادۍ زمه داري هم د دوی وه، یوه د امریکا پر ضد له عراقه دفاع کوله، بل بیا د امریکا تر یوغ لاندې د حرمینو ننګه کوله. که خلق و پرچم په کمونیستي انترناسیونالیزم کې ورک وو، مجاهدینو بیا په خپل خیالي حکومت کې د چا راج نه مانه. د عراق د وخت دیکتاتور صدام حسین پر کوېټ یرغل وکړ او دغه کوچنی هېواد یې لاندې کړ. زموږ رهبرانو خپله مسئله هېره کړه، یو د صدام په ننګه شو او نورو بیا سعودي ته افغانان لېږل چې د صدام پر وړاندې د حرمینو ننګه وکړي!

نن چې له هغې دورې لسیزې کېږي، لا هم زموږ سیاستوالو منطق او سړې سینې ته لږه برخه هم ورنه کړه. یو ورځ ولسمشر کرزی د هند تر ټولو نژدې دوست وي، بله ورځ پاکستانیانو ته ډاډ ورکوي، چې آن که امریکا هم پر تاسو یرغل کوي، موږ له تاسو سره یو. بله ورځ بیا پاکستان ته ګواښ وکړي، چې موږ تر پولې دراوړو او خپل مخالفین هاخوا ځپو!

زموږ د مشرانو دغسې ضد و نقیضو څرګندونو نن په نړیواله کچه د دوی له خبرو وزن تروړلی. په سیاست کې د رهبر خبره هغه مهال وزن لرلای شي، چې ورسره ورسره په اقتصادي او نظامي لحاظ يې هېواد په یوه پتمن موقعیت کې وي. دا مسئله په افغانستان کې دغسې چپه روانه ده. په نوره دنیا کې لیډر هغه مهال د سیمې او نړۍ د پېښو په تړاو نظر څرګندوي او دریځ نیسي چې خپل هېواد یې مناسب ځای ته رسولی وي. رجب طیب اردوغان په ۲۰۰۳م کال د ترکیې لومړی وزیر شو، خو ایله په ۲۰۰۹م کې د ډاووس په غونډه کې د اسراییلو د ولسمشر شیمون پېرېس پر ضد توندې څرګندونې وکړې. د ښاغلي اردوغان دې دریځ نړۍ کې غوغا ګډه کړه. ولې؟ ځکه چې نړۍ پر دې پوهېږي، چې د اردوغان هېواد په اقتصادي او نظامي لحاظ ډېر مخکې دی او د سیمې په لوبو کې اغېزمن رول لري. نن چې ښاغلی اردوغان د فلسطین، سوریې او مصر په تړاو دریځ نیسي، نړۍ يې پر دریځ حساب کوي. خو که همدا دریځونه ولسمشر کرزی ونیسي، ښايي نړیوالې رسنۍ ورته پوښښ هم ورنه کړي؛ ځکه د ښاغلي کرزي خبرې وزن نه لري، ځواک نه لري، تشې خبرې به څه وکړي. انګرېزان وايي: Actions Speak Lauder then Words عمل تر قوله لوړ دی.

زموږ یوه ستونزه تل همدا پاتې شوې ده، چې موږ تل خیالي پرېکړې کړي، د منطق برخه مو په دریځ نیونو کې همېشه خواره وي. افغانستان نن په سیاسي او اقتصادي لحاظ له بلا ستونزو سره مخ دی. که دلته یو څوک د اسلامي نړۍ ترمنځ پولې نه مني، هېوادونه نه مني او اسلامي خلافت غواړي، د نورې نړۍ مسلمانان ایله یوه خندا پرې وکړي. څوک چې په کور دننه بلا ستونزې لري، د ګاونډي د کور غم به څنګه وکولای شي. ښه دا ده، چې زموږ سیاستوال، روڼ اندي او پوهان ګرد لومړی د خپل کور غم وکړي او بیا د ګاونډي، چې په کور څه ولري، د ګاونډي سترګه هم ترې سوځي.  

په دې هیله چې له شعاره شعور ته راکښته شو!

لیکوال: ذاکر جلالي. کالم: تم شه!. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x