شعـــــرونه

اوښکي !!!/ سيد الهام

 سيد الهام

حيانه پټه خوله يې په پرده کې اوښکې تو کړې
ﻣﺎ ﻫﻢ ﻭﺭ ﺳﺮﻩ ﻧﻦ په ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ کې اوښکې تو کړې

هغوى تاته در خپل دي هغوى تا دي خپل بللي
ﻫﻐﻮ چي ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ډﺍﺭﻩ په ﺗﻴﺎﺭﻩ کې ﺍﻭښکې ﺗﻮکړې

مظلومو سپينو څاڅکو تورې شپې ورته رڼا کړې
يوسف چي د کنعان په توره شپه کې اوښکې تو کړې

ها ! اوښکي بې بها ،او قدرمنی دي پاک رب ته
هرچا چي د مظلوم په جنازه کې اوښکې تو کړې

ﻫﻴڅوﮎ ﺭﺍ ﺧﺒﺮ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ،ګلبشره ﻫﻢ ﺩﺍﺳﻲ ﺑﻮﻳﻪ
ﻃﺎﻟﺐ غوندي مي چا پسې ﺣﺠﺮﻩ کې اوښکې تو کړې

چې کوکې د عذاب يې په خنداو شوې بدلې
دا چا د رب رحمت ته هديره کې اوښکې تو کړې

الهامه! د مظلوم پر سر ظالم وهل جهاد دى
قبولې دي که چا دې فلسفه کې اوښکې تو کړې

2016/12/27

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x