خبرونه

طالبانو د ګوانتانامو زندان د زندانیانو د اعتصاب د ژر تر ژره ختمولو غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا:د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړی چې د ګوانتانامو زندان بندیانو له تېرو شلو ورځو راهیسې پیل کړی اعتصاب خورا نازکې مرحلې ته ننوتلی او زیاتوي چې که د بندیانو غوښتنو ته لاسرسی ونشي، ښایې ستره بشري فاجعه را منځته شي.

په خبرپاڼې کې  د اعتصاب لامل، له زندانیانو سره ناوړه چلند، اسلامي مقدساتو ته سپکاوی او نور غیر انساني او غیر اخلاقي  اعمال په ګوته شوي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې له بشري حقونو، مدني ټولنو او نړيوالو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي او دغه اعتصاب پای ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د ګوانتانامو زندانیانو له دې وړاندې هم په ورته اعتصابونو لاس پورې کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي و، چې که واک ته ورسېږي، نو لومړی به د ګوانتانامو زندان تړي، خو له هغه مهاله دا څو کال دی، چې د ګوانتانامو زندان نه دی تړل شوی.
طالبانو ګواښ کړی دی چې که د ګوانتانامو زندان د زندانیانو ته جدي پاملرنه ونشي او اعتصاب یې ژر تر ژره ختم نشي، دوی به انتقامي کړنو لاس پورې کړي او د خپلو ملګرو او مظلومو اسیرانو کسات به له امریکا څخه واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x