كریسمیس ــ رباني نه خرافاتي ماښامای!؟

لیکنه ـ محمد عمر حماد

د ډیسمبر په ۲۵مه په کلیسا کې د رباني ماښامي په نوم د کریسمس جشن لمانځل کیږي،هغه داسې چې په دې شپه د کلیسا د لوی کشیش له خوا پطیره ډوډۍ او شراب را غوښتل کیږي،لوی کشیش او نور کلیساوال ډوډۍ او شرابو ته سجده کوي،له هغه وروسته ډوډی ته د عیسی علیه السلام د بدن او شرابو ته د هغه د وینې نوم ورکوي،همدغه ډوډۍ او شراب د نارینه وو او ښځینه وو په مخلوط رقص او ګډا کې نوش کوي،خو ډوډۍ ځکه بې له ژوولو څخه تېروي چې د عیسی علیه السلام بدن خوږ نه شي او تکلیف ورته ونه رسېږي،د ډوډۍ له خوراک او د شرابو له څښلو وروسته په دې عقیده وي چې د دوي هر یوه بدن ته عیسی علیه السلام دخول(حلول)وکړ.

په همدې شپه د کاج ونه په ګلونو پوښي او ځلانده ګروپونو باندې یې ځلوي دا ددې په پار چې ددوي په ګروه(عقیده) عیسی علیه السلام د همدې ونې لاندې دنیا ته راغلی دی.

بله دا چې ددوي د عقیدې پر بنیاد په دې جشن کې د(بابا نوئل) په نوم خدای موجود وي،دا سړای چې سپین اوږده ویښتان او اوږده ږیره لري په همدې شپه ماشومانو ته د لوبو سامان او نور سوغاتونه ډالۍ کوي.

د دوي خرافات باندې لنډه تبصره:

ـ دا به کوم د عقل خاوند ومني چې ډوډۍ او شرابو ته له سجدې کولو وروسته ډوډۍ د عیسی علیه السلام پر جسم او شراب د هغه په وینه تبدیل شي!؟

ـ که د کلیسا د لوی کشیش له خوا ډوډۍ ته په سجده کولو سره ډوډۍ د عیسی علیه السلام پر جسم بدلیدای نو بیا خو کلیسا په کال کې څو میلونه خلک د عیسی علیه السلام په نوم تولیدوي،چې دا کاملاً احمقانه او خندونکې ګروه(عقیده)ده

ـ که یو څوک شپیته کلن وي او هر کال د کریسمیس په جشن کې د هغه بدن ته په همدې شکل عیسی علیه السلام دخول(حلول) وکړي نو بیا خو به همدا شپیته کلن سړای د عیسی علیه السلام د شپیتو وجودونو مجموعه وي،چې دا ډول خرافات د سلیم عقل خاوندان نه شي منلای او نه ورته د منلو وړ دي.

ـ ډوډۍ او شراب او بل هر خوراک له خوړلو وروسته د هضم له پروسې سره مخ کیږي،چې یوه برخه یې بدن ته جذبیږي او بیکاره او فاضله برخه یې له بدن څخه د مختلفو بولي لارو څخه خارجیږي،نو د عیسی علیه السلام په اړه د هغوي دا ډول ګروه(عقیده) د هغه علیه السلام سپکاوی او توهین دی چې دا جدا او مستقل کفر ده.

ـ ډوډۍ او شرابو ته سجده د عقل او نقل خلاف او مستقل کفر ده.

ـ حرامو شرابو ته په احترام سره قایلیدل او درناوی یې د کفر د پاسه کفر ده.

ـ د قرآني نص پر اساس ثابته شوې خبره ده چې عیسی علیه السلام د کاج نه بلکې د خورما تر ونې لاندې پیدا شوی ده:

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا
سورة مریمم۲۵

ژباړه: او ته لږ غوندي ددغي وني تنه وخوځوه. پر تا به خوږې ښېرازه خُرماوي را توی شي.

ـ له بابا نائل څخه خدای جوړول او هغه ته د خدایي مقام ورکول د عقل او نقل خلاف او شرکي او کفري ګروه(عقیده)ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د