عباسي خلافت

دعباسي خلافت دمشهور خلیفه او وتلي عالم مامون ځیراکت او علمي وړتیا!

قاري احسان

تاریخ پوهان لیکي: یوه ښځه دعباسي دور مشهور خلیفه مامون په مجلس کې حاضره شوه، مامون سره ډیر علماو هم ناست و، ښځې مامون ته وویل: اې امیر المؤمنینه! زما ورور مړ شو، شپږ سوه دینار يې ترکه پاته شوه، خو دوی ماته صرف یو دینار راکړ!؟

مامون له ځان سره ځه حساب وګړ، او ښځې ته يې وويل: بس همدا دې حصه ده.

علماو له مامونه وپوښتل، اې امیر المؤمنینه څنګه درته معلومه شوه، چې یو دینار يې برخه ده؟

مامون جواب ورکړ: ددې مړي تر شا دوې خوندي پاتي دي، دهغوی حصه ثلثان کیږي، چې دټولي ترکي نه څلور سوه  400 دیناره دي، او یوه يې مور پاتي ده، دهغې سدس کیږي، چې له ټول ماله يې 100 سل دیناره برخه کیږي. او یوه يې ښځه پاتي ده، چې ثمن (اتمه) يې حق کیږي، له ټوله ماله پنځه اویا 75 دیناره کیږي.

مامون ښځې ته مخ واړاوه، ورته ویل يې: په اللّه قسم چې ستا دولس وروڼه دي؟ ښځې ورته ویل: بلکل همداسي ده.

مامون ورته ویل: بس نو ستا دغه یو 1 دینار حق ده.

ذهني پوښتنه:

دا ټول چې سره جمعه (400+ 100+ 75+ 1= 576) کړي، بیا هم دمړي پاتي ترکه (600) دیناره نه پوره کیږي، نو دخلیفه مامون جواب څنګه درته ښکاري؟

مامون دهارون رشید زوی و، په 170 هـ کې تولد شوی، دعباسي خلافت اوم نمبر خلیفه و، مامون په 218هـ کې درجب دمیاشتي پر دیارلسمه، داته څلویښت کالو په عمر په طرسوس کې دجهاد په حالت کې وفات شو.

مامون دډیرو ښو اخلاقو خاوند و، له نورو عباسي خلفګانو نه يې، ډیر داسي خویونه زیات لرل، چې تر اوسه دتاریخ په پاڼو کې ثبت پاتي دي، مامون په بخښنه (عفوه) کې زیات مشهور و، له انتقامه يې ډیر بد کېدل، ده به ویل: په اللّه قسم چې ماته بخښنه دونه خوند را کوي، ډیر ځل پر دې وېرېږم، چې هسې نه پر دې بخښنه راته داللّه له لوري اجر ملاو نه شي، ځکه زه خپل شوق په بخښني سره پوره کوم. او که خلکو ته دا معلومه شي، چې زه دونه عفوه خوښه وم، نو دوی به په ګنهو ځانونه راته نیږدي کوي، ځکه دوی به ګوناه کوي، زه به عفوه ورته کوم.

دمامون له مشهورو کارنامو نه یوه هم بیت الحکمت دی، دا یوه علمي اداره وه، که څه هم دهارون رشید په وخت کې جوړه شوي وه، خو مامون په خپل وخت کې، دخپل علمي ذوق پر بنا ډیره پاملرنه ورته وکړه، ددې منتظم يې سهل بن هارون جوړ کړ، او خزانه دار يې مشهور فلکي عالم یحيی بن أبي منصور او وتلی عالم او فیلسوف محمد بن موسی الخوارزمي ول. دتالیف او ترجمي لپار موسی بن شاکر (مړینه: 873م) او دهغه اولاده هم بیت الحکمت ته راتلل.

2016-12-28

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د