
ایساف په افغانستان کې د نوي کال پر لومړۍ ورځ هم یو سرتېری له لاسه ورکړ
نن ټکی آسیا:د ۲۰۱۴ کال له پیل سره سم د همدغه کال په لومړی ورځ په افغانستان کې د ایساف ځواکونو یو سرتېری ووژل شو.
د ایساف ځواکونو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه سرتېری یې نن د افغانستان په سویل کې وژل شوی،خو د پېښې دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.
آیساف دا هم نه ده ښودلې، چې عسکر یې په چاودنه که مخامخ جګړه کې وژل شوی.
دا به د ۲۰۱۴ کال لومړی بهرنی سرتېری وي چې په افغانستان کې سر خوري.
طالبانو په دې باب تر اوسه څه نه دي ویلي.