افغانستان

اکبر اغا: طالبان د «رښتیني» سولې پلویان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۸، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مشر سید اکبر اغا وايي چې که څه هم د ملګرو ملتونو بندیزونو له پیل څخه په طالبانو باندې هیڅ منفي اغېز نه دی کړی، خو زیاتوي چې د دغو بندیزونو لرې کول د سولې په اړه یوه اندازه خوشبیني رامینځته کولی شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډې له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې.

سید اکبر اغا یادې غونډې ته په اشارې ویلي چې روسیه او چین په نړۍ کې لوی قدرتونه دي او په باور یې، که دغه هیوادونه د سولې لپاره مثبت ګام واخلي «خامخا به مثبته نتیجه ورکړي».

نوموړی له امریکا غږ تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې د سولې غیرصادقانه حرکتونه بې ګټې او د سولې په وړاندې خنډونه دي او په باور یې طالبان د واقعي او رښتیني سولې پلویان دي.

ښاغلی اکبر اغا ټینګار کوي چې که دولت او بهرنیان د واقعي سولې لپاره حرکت وکړي «طالبان به حتما د مذاکراتو مېز ته کښیني او سوله به وکړي».

نوموړی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ټولو اسیايي هیوادونو ته ګواښ بولي او د روسیې، چین او پاکستان د درې اړخیزو غونډو علت هم د دغه مشترک ګواښ شتون ګڼي.

ښاغلی اکبر اغا زیاتوي چې دا د روسیې او چین «حق» دی چې دغه ګواښ له ځانه دفع کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې ونډه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

اکبر اعا مننه ، لمړی ځل دی چه د حق پلو ته دی میلان کړی ، او د نورو اغایونو له څنګه چلاا کیدو خوا کی یاست که دا کار مو له دی امله نه وی چه طالبان د بریالیتوب په اخری درشلو کی قرار لری ، او که تاسی یی پلویان پاتی شی بیا به کوم لوی پوست درکړی ، زه درته دعا کوم ، مګر یاد ساته طالبان هم اوس هغه پخوانی طالبان نه دی چه په هر کس او ناکس حساب وکړی ، که تاسی هغه څوک نه یاست بیا مو څرګندونی د ستاینی او مننی وړ… نور لوستل »

عبدالنافع

مننه آغا صاحب

ابوحامد

لن یصلح العطار ما افسده الدهر .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x