نظــر

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا اړیکې روا

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

د طالب او روس اړیکې ناروا دي، خو د امریکا او کابل اړیکې په هر کتاب روا دي؟؟؟

د طالب سره د امریکا اړیکې ځکه ناروا دي چې د امریکا په زیان دي، خو له همدې روسانو سره بیا د نورو اسلامي هیوادونو اړیکې روا دي؟؟؟

کله چې له روسانو سره جهاد وو،‌ علماوو ویل چې په افغان نر او ښځې جهاد فرض او د نړۍ په مسلمانو فرض کفایې دی، مګر کله چې له امریکا سره طالب او افغان ولس جګړه کوي، بیا نو افغانان ترهګر دي؟؟؟

ځینې لویدیځپاله افغانان دلیل راوړي چې امریکا په سعودي کې هم پوځي اډې لري، نو که په افغانستان کې یې ولري هم ګناه نشته، مګر دا بیا نه وایې چې سعودي عربستان له روسیې سره ښې اړیکې جوړول ګناه ده، بلکې وایې چې يو ښه قدم دی، د ترکیې له روسیې سره اړیکې جوړول ښه قدم ګڼي، موږ هم له روسیې سره د مسلمانو هیوادو ښې اړیکې غواړو، مګر که خپله روسیه په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون له ویري انديښنه لري او له طالبانو سره اړیکې جوړول غواړي دا بیا د دوی په آند ګناه ده؟؟؟

که غني ته روسیه لس زره کلاشینکوفونه د افغانانو د وژلو لپاره ورکوي، دا ښه کار ګڼي،‌ خو که روسیه د طالب په اړه وایې چې له طالب څخه ویره نه لري او طالبان په سیمه کې یو منل شوی سیاسي او پوځي ځواک دی ، دا بیا د لویدیځپاله او امریکا پلوه افغانان په آند ګناه ده.

که اشرف غني له هند څخه پوځي چورلکي غواړي، دا روا ده،‌ خو که طالب له روسیې سره اړیکې ولري،‌ دا بیا ناروا ده.

که غنی له نامسلماني ښځې سره واده کوي، اولادونه یې هم ویل کیږي چې مذهبي نه دي، او د امریکا په زور په افغان ولس تپل کیږي، هیڅ ډول ستونزه نه شته، ‌خو که طالب له غیر مسلمان سره سیاسي او ډيپلوماټیکه رابطه ولري،‌ دا بیا ناروا ده.

ځینې وایې چې له روسانو سره موږ جهاد وکړ اوس هم زموږ دښمنان دي او باید طالبان ورسره سیاسي اړیکې ونه لري.
زموږ او ستاسي نیکونو په ګډه له انګریزانو سره هم جهاد کړی وو،‌ هغوی یې له افغانستانه په زور ایستلي‌ وو، انګریزانو هم د روسانو په ډول زموږ پر خاوره یرغل کړی وو، مګر همهغه انګریزان د امریکایانو سره یوځای په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته بیا هم لویدیځ او امریکا پلوه افغانانو ‌راوستل، آیا دا هیڅ خبره نه وه؟ آیاد دوی زموږ دښمانان نه وو؟ دوستي خو پريږده چې ورسر غاړه غړۍ شوئ، بلکې د افغانستان د نیولو لپاره مو دلته اډې ورکړي،‌ آیا دا ګناه او ناروا نه ده؟؟؟ ‌مګر روسانو چې خپله ماتې منلي‌ او وایې چې بیا به کله هم تیروتنه ونه کړي ‌او افغانستان ته به پوځیان ونه لیږي، له دوی سره د طالب سیاسي‌ اړیکې بیا تر سوال لاندي‌ راځي؟؟؟

که همدا امریکایې پوځیان کال وروسته زموږ له هیواده ووځي، آیا په کار ده چې موږ شل او یا پنځوس کلونه نور هم له دوی سره اړیکې وشکوو،‌ له امریکایې ولس سره دښمني ته دوام ورکړو، ځکه چې له دوی سره افغان ولس جګړه کړي؟؟؟ آیا دا ممکن ده؟؟؟

موږ افغانان غواړو چې له جګړې او بهرني شتون څخه تر خلاصیدو وروسته له هر هیواد سره ښې اړیکې ولرو،‌ او له هیوادونو سره ښې اړیکې زموږ په ګټه دي.

موږ د امریکا د بهرني‌ شتون له ختم وروسته له دوی سره هم ښه سیاسي‌ او ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا لرو،‌ موږ له فرانسې، بریتانیې، چین سره هم اړیکو ته اړتیا لرو، موږ له اروپایې اتحاديې سره ښو اړیکو ته ضرورت لرو او موږ له روسانو سره هم ښو اړیکو ته اوس مهال تر نورو زیاته اړتیا لرو.

تیرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان اړوند پریکړې یواځي د امریکا په خوښه کیدی، او نړۍ یوه قطبې وه، امریکا یکه تازه وه، اوس چې په ماسکو کې د چین په ملګرتیا د افغانستان کشالې اړوند غونډه کیږي، ‌د امریکا یکتازې ننګوي،‌او نړۍ بیرته دوه قطبې لورته روانه ده.

د افغانستان او په ټوله کې د اسلامي نړۍ لپاره د امریکا یکه تازې په ګټه نه ده،‌ که نړۍ دوه قطبې وي، زموږ پکې ګټه ده.

اسلام له غیرمحارب غیر مسلم سره د مسلمانانو اړیکې د اسلامي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ناجایز نه ګڼي.

په زړه پوري ‌دا ده چې اوسمهال کې له محارب نامسلمان سره اړیکې لویدیځ او امریکا پلوه افغانان رواه ګڼي او له غیر محارب روس سره بیا د طالب اړیکې نارواه او ناجایز ګڼي، هغه هم په داسي حال کې چې روسان همدې اړیکو ته زیاته اړتیا لري.

موږ ډیر پخوا هم ځینو لویدیځوالو ډیپلوماټانو ته ویلي وو چې که خپل پوځي شتون ته په افغانستان کې دوام ورکوي نو یوه ورځ به داسي هم راځي چې روسان به د افغانانو سره د هواء ضد راکټونو مرسته کوي، ‌او بیا به امریکا په سېمه کې لا زیاتې ستونزې لري. کیدای شي همداسي حالتو ته په سیمه کې د امریکا ناسمې تګلارې زمینه مساعده کړي.

هغه روسیه چې طالب یې خپل دښمن ګاڼه، ‌هغه روسیه چې شمال ټلوالې ته یې د طالب په ضد وسلې ورکولي، هغه روسیه چې ۱۵ کاله وړاندي یې د امریکا په واک کې په منځنۍ اسیا کې هوایې ډګرونه ورکړل، هغه روسیه چې افغان حکومت یې مشروع حکومت ګاڼه، نن همهغه روسیه ۱۸۰ درجې بدلون کوي، طالب خپل دښمن نه ګڼي، شمال ټلواله د امریکا د ګټو لپاره ډله ګڼي، د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندي‌راولي، امریکا ته په منځنۍ اسیا کې اډې نه ورکوي،‌ او امریکا ننګوي چې په افغانستان کې یې پوځي شتون نشي زغملای.

زه په سېمه کې وروستي پرمختګونه د افغان ولس سیاسي لاسته راوړڼه ګڼم،‌ ولي په کار ده چې امریکا نور له درانه خوبه راويښه شي، او بې ځايه په افغانستان کې د جګړې او دلته د پوځي اډو شتون ته دوام ورنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم ! د دروند ورور انجینر صاحب څخه دلۍ دلۍ منننه کوم، د هغو کسانو له ډلی څخه دی چه تل په حقایقو ولاړی او منطقی لیکنی او مرکی لری. شک نشته چه لیوان او ګیدړان ورونه دی، که پرون روسانو د یو څو بی وجدانو او بی ناموسو په لرلو او کارولو زمونږ حریم اشغال او زمونږ مظلوم اولس وژلو نن انګریزان هماغه کار د یو څو بی وجدانو او بی ناموسو په لرلو او کارولو زمونږ مظلوم وژنی او زمونږ له هیواده یی د ممنوعه وسلو او نشه توکو لابراتوار جوړ کړی. ځینی غلامان… نور لوستل »

محمد

الله جل شانه دی حفاظت وکه مطمئن صاحب ! ډیره په زړه پوری وینا دی کړي ده – او دا هم باید وویل سی چې احمد شاه بابا علیه الرحمة پر هندوستان ښه پریمانه یرغلونه کړي وه او ورسره ټینګه دښمني یی وه – او تر اوسه پوری هم هندوستان هغه دښمني پالی حتی پاسپورټی افغانانو ته هم په هوټلو کې ځای نسته او نور ډیر سپک وضعیت ورسره کوی – تاسو په هندوستان کې د افغاني متعلمینو لیکني او شکایتونه لیدلی دی – نو چې هندوستان زموږ سره ۳۰۰ کلنۍ دښمني لری – نو دا زموږ سست مذهبه خلګ… نور لوستل »

اجمل

السلام علیکم ورحمت الله دا یو څو نقطو ته ستاسو توجه غواړم: ۱. شرعي استدلال خپله یوه طریقه لري که یو سړی غلا کوي نو هغه ته دا نشې ویلای ستا غلا روا زما ناروا، مطلب مي دا دی په شریعت کې خپل بد کار د بل په بد کار نشې ثابتولای. ټول وایي چې له امریکا څخه مرسته غوښتل ناجائز ده او ته هم وایې نو د روس جواز به په کوم بنیاد وي؟؟ ۲. ایا خدای مه کړه دا خو به داسي نه کیږي لکه مخکې چې امریکا مرسته کوله د روس د ماتېدو لپاره اوس به روس… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

محترم مطم‌‌‌‌ءن صاحب اسلام علیکم ډیره په زړه پوری لیکنه دی کړی ده ډیری ورځی دی لیکنه نه لیدله کیده زه وبیریدم چه دی ظالمانودامریکاغلامانواوکلینرانو دلیکنونه یی منع کړۍ ،ددوی منطق دامریکااوناټوڅخه دروس پرمقابل وصلی اوکومک اخستل رواوو اودروس څخه دامریکاپرضد وصلی اوکومک اخستل ناروادی،موږدهراشغال ګر پرضدچه هرڅوک کومک راکوی که اصلحی وی که نورڅه کورودانۍ یی وایو امریکااوناټو پر موږداسی ملت دوسته حکومت مقرر کړۍ دۍ لکه دوستم،عطا لنډه داچه دګیلمجم لنډه غر موږبه ددی لیوانو په مقابله کښی دچاڅخه کومک هم نه غواړوداد ماداری غنی اوملګرومنطق دی ولی چه دی ددنیایوپوه اودامریکاتعلیم یافته دۍ-زه ګمان نه کوم چه… نور لوستل »

محمد عبدالله الخراسانی

دامریکا اوحکومت اړیکی ناروا
د طالب او روس اړیکی روا
روس او امریکا ددواړو آخر دجال ته رسیږی

اقباال

دا یو څو نقطو ته ستاسو توجه غواړم: ۱. شرعي استدلال خپله یوه طریقه لري که یو سړی غلا کوي نو هغه ته دا نشې ویلای ستا غلا روا زما ناروا، مطلب مي دا دی په شریعت کې خپل بد کار د بل په بد کار نشې ثابتولای. ټول وایي چې له امریکا څخه مرسته غوښتل ناجائز ده او ته هم وایې نو د روس جواز به په کوم بنیاد وي؟؟ ۲. ایا خدای مه کړه دا خو به داسي نه کیږي لکه مخکې چې امریکا مرسته کوله د روس د ماتېدو لپاره اوس به روس مرسته کوې د امریکا… نور لوستل »

وطنیار

چی دا مطمین صیب خبله ولی د امریکایانوخلاف جهاد نه کوی، د امریکاینو د بروجو به بیسو یی د یو میلون دالرو به ارزشت به خوشال خان مینه کی کور جوړ کړ او نورو ته د جهاد مشوری ورکوی•••

khushal

وطنیار صاحب نوم دی شکلی او تبصره دی د د کابل د غلامانو به شان لیکلی ، مونږ مطمن له نزدی پیژنو ، یو غریبانه ویاړلی کور کی هستوګنه لری . ویاړلی په دی معنی چه د غلامی په ډالرو یی ترلاسه کړی نه دی ، که د غلامی په ډالرو یی تر لاسه کړی وی بیا به یی خبری هم د غلامانو وی ، هغه انجینر دی د خپلو مټو په زور الله ج ورکړی. تاسی ایزمی غلامان خو د نشه توکو روږد شوو په شان په همدغه ښخینه ناندریو روږد شوی یاست . کشکی نومونه هو هم د… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x