افغانستان

مسکو غونډه: طالبانو د تور لیست د ختمولو غوښتنې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو د روسیې، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه ستایلې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین د دغه ګام هرکلی کړی او هغه یې د سولې او ثبات په لاره کې ښه اقدام ګڼلی دی.

نوموړي رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې د افغانستان د مسئلې واقعي حل «د ځمکنیو واقعیتونو پیژندل» بللي دي او خوښي يې څرګنده کړې چې سیمه ییزو هیوادونو د طالبانو د سیاسي او نظامي ځواک په اعتراف سره ځمکني حقایق درک کړي دي.
ښاغلي شاهین زیاته کړې:

«دا د خوشالی خبره ده چې اوس سیمه ایز هیوادونه هم دغې نتیجې ته رسیدلي دي چې اسلامي امارت د افغانستان یو سیاسي او نظامي ځواک دی. د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې د تورلیست څخه د اسلامي امارت د اعضاوو د نومونو د لیرې کولو په هکله سپارښتنه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په لاره کې یو ښه اقدام دی. موږ یې هر کلی کوو».

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خپل هیواد افغانستان خپلواکي، د اسلامي نظام ټینګول، ملي یووالی او ارضي تمامیت د طالبانو د مبارزې هدفونه دي.

طالبان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره ورځ روسیې، چین او پاکستان د مسکو په درې اړخیزې غونډه کې له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه د طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x