شعـــــرونه

غلام

پاس پربام باندې دربى دى
شېبه وړاندې لږغورا وه
زه ،ادې ،انا مې
دتياره خونې
په کونج کې سره ناست يو
د شپې پوره دوولس بجې دي
آخ
غرزى شو
ها دباندې
ور يې مات کړ
ادې ضعف وکړ
انا مې
کليمې ورباندې وايي

وۍ
دخونې ورلغتې
زموږپښوته رانږدې کړ

پنځه شپږکسه بې پامه
په سرو بتۍ ټومبلې
زه دېوال ته مخه کړى
لاس ترشاتړلي
خپ،چپ ولاړيم.
دراډيو خبررايادشوه
چې په سيمه عمليات دي
دانا چيغې مې اورم
له ادې مې خبر نه يم
.مګر زه مې په خپل کورکې
صرف هغوى ته
د کتلوواکدارنه يم.

١٣٩١٨٢٥
ننګرهار،شپه غالى

دادمحمدناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x