کندهار کې ۱۰۵ فابريکې وتړل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۹، ۱۳۹۵ل): په کندهار کې د بريښنايي ستونزو له امله د ۱۰۵ فابريکو دروازې تړل شوې دي.

د کارګرو د اتحاديې مشر حاجي باري داد صادق وايي چې دې وروستيو کې د بريښنا د نه شتون له امله ۱۰۵ فابريکې له کاره لوېدلې دي، دې فابريکو خوراکي توکي او ساختماني وسايل توليدول او نژدې ۲زره کارګر پکې په کار بوخت وو.

لسيزه وړاندې په کندهار کې له ۳۰۰ زياتو بيلابيلو فابريکو کار کاوه چې د وخت په تيريدو سره يې تعداد ۱۲۵ ته راټيټ شو او اوس ۱۰۵ نورې هم ترې کمې شوې.

ښاغلی صادق وايي که د بريښنا کمبود او تلل راتلل همداسې دوام وکړي، پاتې ۲۰ فابريکې به هم له کاره ولويږي.

کندهار کې د بريښنا شرکت مسؤولين وايي چې هڅکله به فابريکو ته د بريښنا د کمښت له امله د توقف اجازه ورنه کړي.

خو د برښينا شرکت معاون امان الله ايوبي وايي چې په احمدشاهي سرک باندې د بريښنا د پايو تغيير او د جنراتورونو د سوند موادو کمښت د بريښنا د تلو راتلو سبب شوي، چې موږ هڅه کوو ژر تر ژره دا مشکل حل کړو.

د فابريکو خاوندان وايي دغه مشکلاتو د دې سبب شول چې کارخانې بندي او خپلې سرمايې نورو ولاياتو او آن نورو هيوادونو ته انتقال کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسد بری
میلمه
اسد بری

دا راپور یو ځل بیا وګورئ په تېره یې د فابریکو حساب سر لیک کې ۱۰۵ لیکل شوي دي په خبر کې ۱۰۵۵ بیا ټولي فابریکي ۱۲۵ ښودل شوي چې ۱۰۵ ترې تړل شوي پاته به ۲۰ شي خو خبر کې لیکل شوي چې پاتي ۲۰۰ به هم وتړل شي