fbpx

د ملي امنیت یو بل دام؛ ملا صاحب شروع به يې کړو!

قمر الدین زابلی

ملایان د انبیاوو وارثین دي، که د چازړه چوي که يې سینه دوه پړقه کېږي که شنه ټوخله پرې لګېږي دا یو روڼ تک سپین واقعیت دی چې موږ ته دین علماوو رارسولی دی او ښه په ایماندارۍ يې رارسولی دی، که ملایانو د دین په رسولو کې د تاریخ په اوږدو کې د حکامو زور ته غاړه ايښې وای نن به ځينې شیان تحریف شوي را رسېدلي و.

زموږ پر ګران هېواد چې د کفر حاکمیت دی، د کفر تر چتر لاندې د سړیتوب تمه د نه سړي کار دی، خو هغه ملایان چې لا هم د کفر تر ساحې لاندې یا د کوم دیني مقصد او جهادي هدف لپاره اوسي یا هم غواړي د کفر په منځ کې د خپل نسل د ګمراه کېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي، د بزدل دښمن له لوري یو شیطاني دام کې د دوی د ښکار کېدو هڅې کېږي، چې باید ټول ورته پام وکړي.

اصلاً خو زموږ تر ځينو مسلمانانو کافران پر دې ښه پوهېږي چې تر څو په اسلامي ټولنه کې ملا وي، نو دوی کې به د کفر پر ضد د درېدو وس وي، نو دوی سوچ کړی چې که رښتیا هم په مسلمانانو کې د خپل مخالفت روحیه له منځه وړو، باید د ملا موقف ته ضربه ورسوو او ورو ورو یا ملا له ساحې لرې کړو يا يې داسې ملا کړو چې زموږ پر اشارو وڅرخي او ان زموږ لپاره کار وکړي.

د اشرف غني په نوم د کابل ادارې د مامور تر ماموریت لاندې ماموریت په اصطلاح ملي امنیت، یوه بله ډرامه روانه کړې ده، دوی په لوی لاس، ښایسته نجونې او لغړزني هلکان ملایانو ته پر بېلابېلو پلمو ور لېږي، چې یا باید ورسره جنسي اړیکه ټينګه کړي که يې دا پلان بریالی نه شو، داسې حرکاتو ته يې مجبور کړي چې د جنسي تېري شکونه پرې پیاوړي شي.

د کندهار ښار اولې حوزې کې د یو مسجد ملا صاحب په عام هوټل کې دا خبره وکړه، چې د حجرې دېوال سره مې چادرې کړې مېرمن ودرېده، دروازه يې را وټکوله ما چړي ور ولېږه، هغه ته يې وویل چې ملا صاحب ته ووایه چې خصوصي کار مې درسره دی، چړي راغی وايي ملا صاحب ښځه وايي چې خصوصي کار مې درسره دی، ماویل راوله يې د ننه، ښځې ډېرې د جنسي مسائلو په برخه کې را نه پوښتنې کوي او دا ډول موضوعګانې په تنهايۍ کې وايي، ښځه راغله، چې حجرې ته راننوته چادرې يې له سره لرې کړه، داسې سینګار يې کړی لکه واده ته چې روانه ، پوی شوم چې د ښځې وضعیت سم نه دی.

ماویل مهرباني خورې څه مشکل و، دا بېرته ولاړه شوه، دروازه يې را کلکه کړه، بې له کومې مقدمې راته شروع شوه چې باید زنا راسره وکړي، ملا صاحب ډېر ګپ شپې کاکه ځوان دی وايي کله به شیطان راته ویل چې شروع کړه، خو بیا به مې ویل چې دا ښځه دستوري نه وي، څنګه دا ټول ښار کې له ما نه دا غوښتنه کوي، ډېر وعظ مې ورته وکړ، خو سُر يې نه نیو، ښځه وار په وار را نږدې کېږي او زما هم ایمان زیاتې ځواب راکوي چې د حجرې مشر طالب مې کړکۍ را وټکوله، زموږ شوق يې را خراب کړ هغه راغی ښځه ووتله.

ماښام کې د ژېړۍ یو ځوان چې پخوا زما شاګرد و اوس امنیت کې کار کوي، زنګ يې راکړ، چې ملا صاحب نن له لوی دام څخه بچ شوې، ما ویل د څه شي دام؟ وايي نن کومه ښځه د تعویذ په پلمه درغلې وه، ما ویل هو هو راغلې وه، وايي هغه نېغه زموږ له دفتره درغلې وه، که دې مازې څو بې حیا خبرې ورسره کړې وای هم زیاتې دې ویډيو د نشر وړ وه، خو اوس يې چل ناکام شوی.

د بزدل دښمن د علماوو د توهین دا وروستی او له سپکاوي ډکه هڅه ده، دوی ان خپلې مېرمنې، لونې او خویندې او د علماو د سپکولو لپاره کاروي، کټ مټ ورته پېښه غزني ښار کې هم شوې ده، خو هلته د یو هلک له لوري پر داسې ملا صاحب باندې چې یوناني دوا خرڅوي، دې ملا صاحب ته د شلګر یو تنکی هلک ورغلی او هڅه يې کوله چې ملا صاحب جنسي اړیکي ته اړ کړي، وايي چوپانه کې يې پښې را پټې کړې، پر ورون يې لاسونه وهل را شروع کړل، زه لکه اور ګرمېږم، ده ښه په جرآت راته وویل چې ملا صاحب شروع به يې کړو، زیاتې مې له خولې لاس ورته واخیست، سپی مې ترې جوړ کړ. هغه ته هم یوه ورځ وروسته د هغه کلیوال چې امنیت کې وظیفه لري حال ورکړی، چې پرون له لوی دام څخه وژغورل سوې.

ډېری هغه کلیپونه چې کله کله رسنیو ته را وځي یا دستوري وي، ملا او مقابل لوری يې داوړه تمثیلي وي یا هم د داسې لوبې ښکار وي، چې باید علما او عام مسلمانان د ذلیل دښمن دې فریب ته متوجه واوسي او هڅه وکړي پکې ښکېل نه شي.

دا ډول پېښې د تاریخ په اوږدو کې په نورو هېوادونو کې هم د ديني قشر د بدنامۍ لپاره شوې دي، چې ښه مثال يې ګاونډی هېواد ایران دی، چې شاهي رژیم يې د اخوندانو د بدنامولو لپاره نجونې ګمارلې وې.

خو له دې ټولو سره سره دا هڅه دا ثابتوي چې دښمن د بې وسۍ پر وروستي بريد ولاړ دی، دوی تر دې اندازې بې وسه شوي چې د ملي امنیت مشر يې پخپله ومنله چې له دومره لګښت سره سره دوی تبلیغاتي جګړه هم بایللې ده، نظامي کې خو بې له هغه هم پر ملا مات دي، نو د دښمن دا وروستۍ هڅه ده چې ټولنه کې ملا منفور کړي، چې فیسبوک کې يې هم پروژیان ورته ګمارلي دي، خو دښمن هېره کړې چې د دوی له ټولو تبلیغتو سره سره په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ملا حیثیت ذره تاوان نه دی رسېدلی ځکه دا ټولنه پر ملا ولاړه ده، ملا به د ټولنې په قیمت له منځه ځي، کنه له منځه وړل يې ناشوني دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د