
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۵ل ): د جوزجان په مرکز کې یو اربکی قومندان له خپلو ۳۰ ملګرو او ګڼو مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
قومندان طاهر چې د شبرغان اړوند په شېرخېل کلي کې يې د طالبانو پر ضد فعالیت کاوه، تېره شپه له خپلو ۲۴ ملګرو او شپږو سرحدي پولیسو سره د طالبانو ملګری شوی دی.
طالبانو په خپهر کړې خبرپاڼه کې ويلي چې قومندان طاهر دوی ته «یو عراده موټر، ۸ موټرسائکل، یو میل هاوان، ۱ میل هشتادو دو، ۱ میل دهشکه، ۲ قبضې راکټ لانچر، ۴ میله پيکا ماشیندار، ۲۱ میله کلاشینکوف، یوموټر مهمات او نظامي توکي او نور لوازم » سپارلي دي.
د طالبانو په خبره نومړوي قومندان «حقایق درک او له جګړې لاس پر سر شو.» چې دوی يې تود هرکلی کړی دی.
د جوزجان ځايي چارواکو تر اوسه د قومندان طاهر د تسلیمۍ په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې په دې ولایت کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم خپل زور ازموييلی دی.