childern-work

د لوړ لاس د روزي خوند او د هسکې غاړي ژوند

په یوه مشهورنبوي حدیث کې راغلي چې لوړلاس یعني نورو ته ورکوونکی لاس له ټیټ لاس یعني اخیستونکي لاس نه ډیر غوره دی. عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ – رضي الله عنه – عَنِ النَّبِيِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلي. صحيح البخاري، رقم (1427)، ومسلم ، رقم (2433).

 

ابن اسحاق وايې د رسول الله دهجرت له پاره ابوبکر صدیق دوه اوښې تیارې کړې وې، کله چې روانیدل دواړه اوښې یې هغه ته وړاندي کړې اوکومه یوه چې ښه وه هغه یې رسول الله ته ورمخته کړه او ورته ویې ویل: زما مور اوپلار له تاقربان شه سپریږه، دابن اسحاق دسيرت الفاظ دادي:
فلما قرب أبو بكر ، رضي الله عنه ، الراحلتين إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ، قدم له أفضلهما ، ثم قال : اركب ، فداك أبي وأمي .

خوپه دې وخت کې رسول الله ورته وویل: زه په هغه اوښ نه سپریږم چې زما خپل نه وي، ابوبکر ورته وویل زما موراوپلار درقربان شه دااوښه ستاشوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل نه، داسي نده ماته د دې اوښې قیمت معلوم کړه، ټاپه څو اخیستې ده؟ هغه ورته وویل په دومره… رسول الله ویل په دهمدې بیه زما شوه.هغه ورته وویل سمه ده ستاشوه. دابن اسحاق الفاظ دادي: فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إني لا أركب بعيرا ليس لي ؛ قال : فهي لك يا رسول الله ، بأبي أنت وأمي ؛ قال : لا ، ولكن ما الثمن الذي ابتعتها به ؟ قال : كذا وكذا ؛ قال : قد أخذتها به ؛ قال : هي لك يا رسول الله . فركبا وانطلقا . (سیرةابن هشام).

له پورتنیو دوو روایتونو ثابته شوه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم له چانه داخیستلو په ځای چاته ورکول خوښول، هغه خپل امت ته دا ستره قاعده وړاندي کړې ده چې د اخیستنې له عمل نه دورکولو عمل ډیر غوره ده، او داراز هغه عملا هم ثابتوله چې لوړ لاس له ټیټ نه غوره ده لکه دهجرت په روایت کې یې چې ابوبکر ته په ډاګه وویل: زه په هغه اوښ نه سپریږم چې زماخپل نه وي.

پایله: متاسفانه زموږ ځیني اهل العلم، داعیان اوځيني سیدان او اغاګان د دې لوړو نبوي لارښوونو پرخلاف روان دي، هغوی د ژوند داسي شرایط منلي چې طبعا دنورو لاس کتویه او ټیټ لاس پاته شي، ځیني علماء په دې بهانه ټیټ لاسي غوره کوي چې ګواکي دوی ژوند دین ته وقف کړی ده،داخبره ځکه غلطه ده چې اولاد ته روزي ګټل له دینه وتلی عمل نده هغه پخپله غوره دیني عمل ده. بناءً نورو ته د یدالعلیا ستاینه اوپخپله له یدالسفلي نه تیریدنه مناسب کارنده، پخپله هم لوړلاسونه غوره کړئ اود لوړ لاس دمیړانې خوند اودهسکې غړۍ ژوند خپل کړئ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د