د یوه لیکوال کیسه

حامد افغان

د فرنسوي ادب یوه کتاب کې د یوه ادیب او لیکوال کیسه راغلې ده، دې لیکوال به هره ورځ یوه کیسه لیکله او د سیمي مشهورې ورځپاڼي ته به یې بيوله، څو یې هغه خپره کړي او یو څه مزدوري ورکړي. خو ورځپاڼي به یې کیسه نه خپروله او هره ورځ به د نوې ورځپاڼي په لیدلو خپه او نامراده پاته شو.

یوه ورځ کور کې ناست و د خپل کلي یو یتیم یې ولید، د هغه حالت کې یې فکر بند شو او پرې خپه شو، آن چې له سترګو یې اوښکې رواني شوې. لیکوال قلم او کاغذ ته لاس کړ او د دې یتیم کیسه یې د “یتیم” تر عنوان لاندې ولیکله، په نه زړه یې ورځپاڼي ته ولیږله، ځکه وېریدی چې دا کیسه به یې هم د نورو هغو په څیر هغوی نه کړي خپره.

سبا یې چې نوې ورځپاڼه وکتله د ده کیسه یې خپره کړې وه، په خوشالي سره کور ته روان شو، لا رسیدلی نه و چې د ورځپاڼي له لوري د دې کیسې اجوره ورته راغله او له دې سره د ده د کیسې د ستايني په اړه څو کرښې لیک هم ورسره و.

لیکوال د خپلو نورو او دې کیسې د توپیر په اړه سوچ پیل کړ، چې ولې یې نورې کیسې نه خپریدلې او دا یوه یې خوښه او خپره شوه، اخیر دې پایلې ته ورسیدی چې نوري کیسې یې د خیال له نړۍ نه راتوږلې وې او دا کیسه یې له ژونده او چاپیریال نه راخیستې وه. تأملات الکاتب لـــ ربیع السملالي

لیکوال باید د ژوند حقايق راوسپړي، د چاپیریال ستونزې په خوږه، پسته او اسانه ژبه خلکو ته بیان کړي، پوچې ادبي استعارې، بېخونده تړل شوې ادبي ټوټې یا ناول شکله لیکنې هغومره اغېزمني نه وي لکه واقعي او ژوندي حقايق. نن سبا ساده خو پر حقایقو ولاړ تعبيرات خلک زیات خوښوي او همدا اسانه او ښه لاره ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د