افغانستان

کندز: د سکانو قومي مشر ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۹، ۱۳۹۵ل): د کندز په ښار کې د سکانو یو قومي مشر ووژل شو.

پيښه نن سهار د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې را منځته شوې.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري د پيښي تایید کړی او ویلي چې د سکانو قومي مشر لال دلسوز نن سهار لومړی د نامعلومو وسلوالو په ډزو ټپي شو او بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه د پيښي په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم د پيښي مسؤولیت چا په غاړه اخیستی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري رسنیو ته ویلي چې بریدګر تر ډزو کولو وروسته له سیمې په تېښه بریالي شوي دي او د نیولو لپاره یې پلټنه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x