شعـــــرونه

غزل / عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر

لكه سـتوری لـه مـدارہ راورېږو
سپین زلـمي پـه سپینه لاره راورېږو

ربـه تاته درکـوو د وجـــود ویـنـې
لېونـي دعـشق له ښـارہ راورېږو

دسرو ویـنو په سـودا هدف تـه رسو
شهادت تـه پـه تلوارہ راورېږو

تږي تږي دکوثراو د دیـدار یـو
قربانیو ته بې شماره راورېږو

پـه رګـونـوکـی مـووینې لاتودې دي
لاپـه شـورله سر ہ پرهاره راورېږو

حق پـرسته شـازلمي پـه وطـن نـنګ کړو
پس لـه ډیره انـتظارہ راوریــږو

استـشـهادلـه مـدرسـې نـه مـهـاجره
دملګرو لـــه کتاره راوریــږو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x