له تور لیسته د طالبانو نوم ایستل یو سوله ییز اقدام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د سه شنبې په ورځ د مسکو په دری اړخیزې غونډې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لیست څخه د طالبانو د ځینو مشرانو د نوم ایستلو موضوع د سر ټکی و.

روسیه او چین د امنیت شورا له پنځو دائمي غړیو څخه دوه مهم غړي دي چې کولای شي د شورا نورو غړیو ته په قناعت ورکولو سره په افغانستان کې د جګړې د عواملو په له منځه وړلو کې اقدام وکړي.

په افغانستان کې د جګړي او نا امنۍ عوامل د جګړې د غزولو او سختیدلو لامل دي.

امریکایانو له پیله د افغانستان د لانجې د حل لپاره یواځې د زور او جنګ پر منطق اصرار کړی او لا يي هم کوي ، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو سره ناشونې ده چې امریکایان او بل هر سرزوری جهت دي یواځې د زور او فشار له لاري دلته څه تر لاسه کړي.

د افغانستان په اړه اوس هم د امریکایانو تګلاره هماغه د جورج ډبلیو بوش پر جنګي شعار ولاړه ده چې ((یا به له مونږ سره کیږئ او یابه زموږ له دښمن سره)) چې امریکایانو د دې ناسمې تګلارې په تعقیب سره هم ځان ډیر تاواني کړ او هم يي افغانستان او په مجموع کې ټوله سیمه له سختې بي ثباتي سره مخ کړه.

امریکایانو طالبانو ته له جګړې پرته بله هیڅ لاره نه پریښودله، د امنیت شورا په تورلیست کې د طالب چارواکو د نوم داخلولو وړاندیز هم د امریکایانو دستور و ، خو د تیرو ۱۵ کلونو جریاناتو دا ثابته کړه چې د افغانستان د لانجې په اړه د امریکایانو دا پالیسي په ناسمو اټکلونو بنا وه.

اوس چې روسیه او چین د امنیت شورا د غړیو په توګه دې قناعت ته رسیدلي چې جګړه او جګړه ییز تکتیکونه د حل لاره نه ؛ بلکې د افغانستان د جګړې د خاتمې لپاره د جګړه ییزو عواملو په له منځه وړلو باید غور وشي، هماغه ده چې د امنیت شورا له تورلیسته یې د طالبانو د ځینو چارواکو د نوم ایستلو هڅې پیل کړي.

هر څوک چې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې غوښتونکی وی هغه باید د دغسي سوله ییزو هڅو تائید وکړي ، ځکه ومو لیدل چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د پوځونو را لیږلو، د پرمختللیو وسلو کارولو ، د بګرام او ګونتنامو زندانونو، اقتصادي تحریمونو او په تورلیست کې د نومونو شاملولو د سولې او امنیت په تأمین کې هیڅ ګټه ونه لرله.

امریکایان او د هغوی ملاتړي چې لا هم په افغانستان کې د جګړي پر منطق ټینګار لري د مسکو دری اړخیزه او په هغې کې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کول د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بولي او په اړه يې توند غبرګون ښيي.

خو د افغانستان ولس او ګاونډیان یې بیا دلته امریکايي شتون د بي ثباتي اصلي لامل بولي او غواړي د دغه لامل د لیري کولو لپاره سوله ییزې هڅې وکړي.

ځکه نور د دې وخت رارسیدلی چې په تیرو اشتباهاتو باندې په اعتراف او په راتلونکي کې د سوله ییزو هڅو په کارولو سره د افغانستان د لانجې د هواري لپاره په داخلي او نړیواله کچه شریک اقدامات تر سره شي ، تر څو خدای وکړي جګړه ځپلی افغانستان نور د جګړو او نا امنیو له شره وژغورل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د