نظــر

له زندان څخه د استاد یاسر پیغام

عمار یاسر

د استاد یاسر د لیک متن: (په لاس لیکل شوی لیک د همدې پاڼي په پای کې شته).

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وکفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

هیله ده چې جوړ او روغ وۍ ، زه هم تراوسه پورې د الله په فضل ښه یم . پرون مو دوه خطونه راورسیدل ورته خوشحاله شوم ، ستاسو د ړومبنی خط ځواب مې نه وه لیکلی ځکه ما فکر وکه چه جمعی ورځ به ورته اضافی تکلیف شی .

د عمار د امتحان پارچی مې ولوستی ورته خوشحاله شوم الله دی ورته علم نافع او عمل صالح ورپه برخه کړی.

(—-) او بوتل اروین عسل هم راوړی وه او د نورالانوار جلد هم راورسیده جزاکم الله خیرا .

(—-) ته د الله د زړه صبر ورکړی په داسی حال کی چه څوک مریض نوی او هسپتال ته ضرورت نلری هغه خلک په اصل کې مریضان دی . ژوند او مرګ پیژندل او د آخرت فکر غالبول دا مصیبتونه آسانه کوی ، څوک چی د دنیا ژوند او زینت غواړی هغه دې مصیبتونو ته نشی ټینګیدلئ .

(—-) دې صرف د انګلستان د شهزادګی نه عبرت واخلی چې هغه د لندنه راځي او د خپلو عسکرو د معنویاتو د لوړولو لپاره په مورچو ګرځي او دا به خپل (—-) ستایی او پرې ژاړی به . څوک چې د الله په امر راضی نوی او په مصیبت یی صبر نکوی ځانته د بل رب پیدا کړی .

زه خو د مصیبت د ځای نه ټولو کافرانو او د هغوی مزدورانو ته اعلان کوم چې څه مو په وس پوره وي حیله مکوی لاس مو خلاص د خپلو شیاطین او خدایانو نه مو هم مدد وغواړی او بیا ټول مکر او فریب په کار واچوی د مونږ په عزم، اراده او ایمان کې تزلزل نشی راوستی (إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ) .

الله به زمونږ انتقام ترینه په دنیا او آخرت اخلي او الله به خپلو صالحو مؤمنانو ته فتح ورکوی .

زما لخوا ټولو مجاهدینو ته دا مشوره ده چه د فتح په نیت دې جهاد نکوي بلکه د قربانۍ په نیت دې جهاد وکړي چې ځان ، مال ، اولاد ټول د الله په لار کې قربان کړی ، څوک چه ډیره قربانی ورکړي هغه ډیره ګته کوي . والله چې دنیا پدې نه ارزی چه سړۍ د هغې لپاره خفه شی او یا د هغې لپاره کفر او ذلت ومني .

الله پاک غواړي چه حق حق وګرځوي او باطل باطل وګرځوي ، خپل دوستانو تصفیه وکړي (وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ) ، دا ټول حالات او تغیرات د الله سره په تقدیر کې لیکلی وو او پکې حکمتونه لری .

چې روان د دین په لار وم ، بیا مې باک نشته چې څه وم ، چې شي مرګ د دین لپاره ، نه هیریږم چې په څه وم .

په غیرتمنو باندې اوښکې مه تویوۍ په بې غیرتانو او وطن فروشانو باندې وژاړۍ . کاشکې استاد سیاف او استاد رباني د ملا برادر او ملا عبیدالله په څیر شوي واۍ .

 حفظکم الله . ابوعمار ۲۲ ربیع الاول ۱۴۳۱

د محترم استاد محمد یاسر پورتنۍ لیک په پاکستان کې د نوموړی د زندان د هغه دورې لیکونو څخه دی چې د کورنۍ سره یی ارتباط د لیکونو په ذریعه قایم وه ، د ۲۰۱۰ میلادی کال وروسته د نوموړی د لیکونو سلسله قطع شوه او په ۲۰۱۲ میلادی کال کی یې د شهادت آوازه د زندان څخه خپره شوه چې تراوسه یی په اړه د رسمي مراجعو څخه مؤثق معلومات ندی ترلاسه شوی ، ۳۰ دسمبر ۲۰۱۶ نیټه د استاد یاسر د زندان اتمې کلیزې سره برابره ده په همدې مناسبت مو تاسې سره د استاد یاسر د زندان لیک او پیغام شریک کړ ترڅو استاد محمد یاسر، نور بندیان او مظلوم مسلمانان د خپلو دعاګانو څخه هیر نکړی ، الله تعالی دې ټولو مسلمانانو خصوصا د افغانانو په حال خاص فضل او رحم وکړی ترڅو زمونږ هیواد د اشغالګرو او ظالمانو له پنجو څخه آزاد او په هیواد کې مو سرتاسری سوله او امنیت قایم شی .

د استاد یاسر په لاس لیکل شوی لیک

اړونده لیکنه:

د پاکستان په زندان کې د استاد یاسر د بند اوومه کلیزه‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

استادیاسرصاحب داالله دۍ خپل بندګان په مختلفوطریقوآزمویی خدای تعلی ج دی توفیق دصبردرکی یوسف ع ،مرسی دمصر اوته یی په قیدوآزمویلاست دادنیاژرتیریدونکی ده موږدی خدای په امتحانوکی نه ناکامه کوی ستادلیکنی څخه ماته ثابته سوه چه ته پوره صابریی دلته خوش بخت یی چه خبریی بدبختان هغه دی چه خبرنه دی هم خواری پرتیره سی په بیصری خپل ټواجر بایلی.
په احترام عبدالواحد اڅګزي خدای دی وکړی چه دازماپیغام څوک دروه رسوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x