نړۍ

چک جمهوریت کې د فلسطین سفیر د یوې چاودنې په ترڅ کې مړ شو

د چک جمهوریت په پلازمينه پراګ کې د فلسطین سفیر جمال الجمال په خپل کور کې د يوې چاودنې له امله مړ شو. د رسنیو له قوله چاودنه د سفیر په کور کې شوې چېرته چې ده سره خپله کورنۍ هم ژوند کاوه او په چاودنه کې د سفیر د کورنۍ نورو غړو ته څه زیان نه دی اوښتی. ويل کيږي جمال الجمال د چاودنې له امله ټپي شوی و چې روغتون ته له وړل کيدو وروسته د سختو ټپونو له امله ومړ. پولیس وايي د چاودنې لامل تر اوسه نه دی مالوم او دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي. بل خوا فلسطیني چارواکي وايي چې د سفیر په کور کې هيڅ قسمه چاودیدونکي توکي نه و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x