
غزل/ الفت الله مياخېل
الفت الله مياخېل
ځان دې په خپله کړو رسوا کلي کې
ولې ته ګرځې هرې خوا کلي کې
زمونږ خو پټه یارانه وه یاره
څنګه دې حال وویل صفا کلي کې
له دې بعد به نور ټوپک ګرځوم
رقېبان ډېر زیات دي زما کلي کې
رقېبه مانه نور په څنګ ګرځېږه
په سر دې ولم دلیلا کلي کې
میاخېله لاړه کېسه ورانه شوله
اوس خو خبر وکړه رښتیا کلي کې