نظــر

امریکا د کوم ډول سولې ارمانجنه ده؟

 شریف الله خالد

د ځمکني واقعیتونو، اسلام سره د کافرانو ابدي دښمني او د امریکا له سیاسي تاریخه داسې برېښې چې ګران هېواد افغانستان ته یې د راتللو مقصد د افغانستان ټوټه کول، د افغانانو خپلمنځي اتفاق له منځه وړل او په کورنیو جګړو اخته کول دي، همدې بې تعبیره خوب ریښتیا کولو لپاره یې د ځینې راپورونو په اساس په ۲۰۰۶م کې طالبانو ته د څو ولایتونو ورکولو لپاره، طالبانو سره رابطه وکړه، خو طالبانو د خپل اسلامي او افغانی وجدان له مخې رد او خپل جهاد ته يې دوام ورکړ، همدا راز شمال کې د دوستم په خپلسري عملیاتو او پښتون وژنه د امریکا په مشرۍ د ټولو شعاري بشرپاله هیوادونو چوپتیا او ختیځ کې داعشي ناورین ته عملي بڼه ورکول او د طالبانو څخه بیل شوي هر سړي ته د یوه سیاسي ګوند حیثیت ورکول، د دې تورو دسیسو ښکارندويي کوي.

امریکې د اشغال له اولې ورځې بیا تر ننه د خپلو داخلې ملګرو په بدرګه او د ملل متحد په مرسته د سولې او ارام ژوند راوړلو په نمائشي شعارونو بې شمېره هېوادوال د مرګ، زندان او ژوبلتیا په سیند لاهو کړل، خو مقابل کې یې چې هر چا د ریښتینې ازادۍ او تلپاتې سولې نوم اخیستی هغه یې له صحنې لرې کړی او خپل نظامي فرعونیت ته یې ورځ تر بلې داسې دوامداره او باثباته لارې پرانستې دي چې هم یې فوځیان له مرګ ژوبلې خوندي دي او هم یې د اشغال ګټې مخ په تکمیل روانې دي، خو متاسفانه چې د اردو او پولیسو عسکر یې د مخالفینو ګوزارونو ته د سپر په توګه وکارول.

د پورتو ذکر شوو اهدافو پلې کولو لپاره یې د څه مودې راهیسې د سولې په نوم په یوه داسې پلان کار شروع کړی و چې هم مخالفین د جګړې منعه کړی او هم یې منحوس وجود دلته شتون ولري.

د اشرف غني او عبد الله د ګډ دولت په دویمه ورځ یی د غلامۍ یو ستراتیژیک تړون امضاء کړ چې له مخې به یي ۱۰ کالو پورې خارجي قواوي دلته موجودې وي او د هر قسمه وژلو ورانولو او بندي کولو قضائي سند به یې پر غاړه وي.

د لس کلنه قانونې اجازې اخیستلو نه پس یې د سولې اعلانونه لا پسې تېز کړل خو مخالفینو ته یې د سولې لپاره دولت معرفي کړ او دولت یې با اختیاره او د واک خاوند وګاڼه، اما له حقیقت څخه یې هيڅ افغان ناخبره نه دی چې د نظامي عملیاتو سربېره داخلي او خارجي سیاست هم مستیقیماً د جان کیري لخوا پر مخ وړل کېږي او هر هغه کار پرې کول لازم وي چې امریکائي جنرالان یې ورته حکم وکړي.
د همدې نمائشي شعارونو تر تاثیر لاندې د سپتمبر په دویشتمه د حکمتیار په مشرۍ د دولت یوې مخالفې ډلې افغان دولت سره د سولې تړون لاس لیک کړ چې تر مخې یې حزب اسلامی د افغانستان سیاسي دولتي ګوند وګرځېد، ۱۵ کاله پس یې خپل نظامي تشکیلات لغوه کړل، اساسي قانون یې ومانه او د جان کیری په لاس جوړ شوی د ماشومانو دولت یې د افغانستان اسلامي دولت په نوم ومانه خو د هوکړه لیک له امضاء درې میاشتې پس یي هم کومه عملي بڼه نه تر سترګو کېږي، د حزب ویاند حشمت الله ارشد ازادۍ راډیو ته ویلي: دولت مونږ سره د هوکړه لیک په اساس کړې ژمنې اجراء نه کړې مونږ ترې ناراضه یو .

که روان نظامي حالت ته زیر شو، نو وسله وال طالبان د حزب اسلامي څخه څو چنده زیات او مضبوط دي، که ریښتیا هم د اختیار واګې له دولت سره وی او خارجیان د روزونکو حیثیت لري، دولت د خارجیانو له امر او مشورې پرته جګړې ته د خبرو له لارې د پای ټکي کیښودی شي، نو د عمل په دنیا کې چې کله د یوې معمولې ډلې سره د خپلو معاهدو سر ته رسولو اختیار نه لري نو هغه طالبان چې د هیواد په۵۰ سلنه خاوره واکمن دي څنګه سولې ته رابولې نو معلومېږي چې نه امریکا د سولې نیت لري او نه دولت د دومره لوړو خبرو واک .

د سولې او جګړې په هکله امریکا د خپل کامیاب سیاست له مخې حزب اسلامی له صحنې ګوښه کړ، اوس نو وار د طالبانو دی چې د نظامي ډګر شرمېدلی ماتې زور ترې په سیاسی میدان کې اخلي او که طالبان په دې توانېږي چې د نظامي بریاؤ سربیره سیاسي میدان کې هم د بریا سپین بیرغ هسکوي.

د تلپاتې ازادۍ او اسلامي افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x