نظــر

افغانستان پټ (پوټېنشل) قدرت دى، نه ريښتنى (اکچوول)

شمس رحمانزى – پونه، انډيا
څلورمه برخه

4- سياسي عناصر : دغه عناصر د يو هېواد د ملي قدرت په ټاکلو کې، لارښوود عناصر دى. په سياسو عناصرو کې حکومت شامل دى. د يو دولت ماشين حکومت دى. دا چې افغانستان له پيړو بيا تر نن، په نړۍ کې هغه مقام لاس ته ندى راوړى، کوم چې بايد تر لاسه کړى واى، لوى علت يې ناکامه حکومتوالي ده. سياسي عناصر په لاندې نورو برخو وېشل کيږي.

حکومت: په نړۍ، خو په ځانګړي ډول افغانستان كې په هره برخه کې ورسته پاتې کېدنه د حکومت مسووليت کيږي.

په افغانستان کې په 1947 زېږديز کال کې د احمدشاه بابا تقريباً يو منظم حکومت او ناظم منځ ته راوړو.

احمدشاه بابا د وخت د غوښتنې او يا هم د ځينو نورو نمېګړتياوو په درلودلو سره خپله ټوله پاملرنه په امپراتوريو متمرکزه کړه. هغه امپراتورۍ چې نه يې نن ورځ او نه يې هم په هغه وخت کې افغانستان ته اساسي او دايمي ګټې رسولى شوې. له احمد شاه بابا څخه پيل تر اوسه په افغانستان کې حکومتونه که په يوه برخه کې بريالي خو په سلګونو نورو برخو کې پاتي دى.

تر ډېره حکومتونه خپلې نېګړتياوې په ولس اچوي، چې ولس همکار نه وو، ولس بې پوهې او د پرديو لاس وهنې وې، د ملت او حق کومت ترمنځ واټن او ډېر نور څه. خو حقيقت دا دى چې پورته يادې ستونزې د حکومت دنده ده، چې حل او فصل يې کړي. نه دې يو فرد.

په افغانستان کې شاهي، دېکتاتوري او جمهوري رژيمونو واک تر لاسه کړى دى. خو هر رژيم په اول کې له خپل ولس او ورپسې د سيمې او نړۍ سره لاس او ګريوان وو. حکومت د هېواد مطلقعه قدرت په لاس کې لري.

حکومت کولاى شي چې خپله داخلي او بهرنۍ پاليسي داسې وکاروي چې، هر هغه څه چې په لاس کې لري د ځان په ګټې ترې کار واخلې. حکومت کولاى شي چې خپل پټ قدرت په ريښتني قدرت تبديل کړي. وړاندې مو حکومت له اينجن سره پرتله کړ، نو کله چې اينجن غېر فعال وي د يو ماشين ټولې برخې بې ګټې او بې کاره کيږي.

په افغانستان كې حکومتونه ناکام وو، نو ځکه تر نن ورځې پورې سر له اوبو نشي پورته کولاى.

اړينه نده چې حکومت دې جمهوري، شاهي، ډېموکراټ، پارلماني او يا بل ډول وي. هر ډول حکومت چې په خپله پاليسۍ بر لاس وي، نو بريالى حکومت دى.

د حکومت کوم ډول ډېره غوره دى؟ هغه پوښتنه ده چې له ارسطو څخه تر نن ورځې پوري ځواب او حل نه دى موندلى. په افغانستان کې شاهي، جمهوري او نور نظامونه ناکام خو په نوره نړۍ کې همدا نظامونه بريالي دي.

نو ويلى شو چې ستونزه د حکومت په ډول کې نده بلکې ستونزه په حکومتوالى کې ده.

 اداره: حکومت په اداره باندې پرمخ ځي. دا قضاوت به غلت وي چې، د تاريخ په اوږدو کې افغانستان تر اوسه د غوره حکومت څښتن شوى نه دى. افغانستان ډېر غوره حکومتونه له خپل سر تېر کړي دى. خو يو پلوه، نا پاکې، غېرې رېښتني او بې اغيزې ادارې، افغان حکومتونه بد نوم کړي او سقوط کړي دي. او د هېواد د ملي قدرت د ظهور او ودې مخه يې ډپ کړي ده. له فساد ډکې ادارې او د حکومت دننه ستونزو د افغانستان ملي قدرت، په جګړه او هم په سوله کې ناکام او پټ کړى دى. که هر څومره قوي فوځ، طبيعي زېرمې، ټېکنالوجي… شتون ولري، خو نا سالمه اداره دا هر څه په خاورو خاورې کولاى شي.

 رهبري: د يو هېواد په ملي قدرت کې رهبري د پام وړ اهميت لرونكي ده. حکومت، ادراه، فوځ، طبيعي سرچينې او نور هر څه تر سالمې رهبرۍ لاندې سالم کار کولاى شي.

د افغانستان ملي قدرت د بې اغېزې او ناوړه رهبرۍ په بنسټ پټ ساتل شوى دى. رهبري کولاى شي چې:

– هغه عناصر چې د ملي قدرت په پياوړتيا کې رول لري، ترې استفادې لاندې ونيسي.

– د ملي قدرت لپاره د اړينو عناصرو ترمنځ همغږي په غوره رهبري پوري اړه لري.

– خو لنډه دا چې رهبري د يو هيواد د خاورې، اوبو، ولس، فوځ، سرچينو د کارونې او نه کارونې صلاحيت او واک لري. په افغانستان کې تېرو او يا موجوده رهبرې هغه موقعې له لاس ورکوي، چې په کارونې سره يې افغانستان ريښتونى ملي قدرت درلودلى شي.

 ډېپلوماسي: په افغانستان کې ډېپلوماټيکې چارې د نا اهله کسانو په لاس کې پاتې کيږي. د پيړو راهيسي افغانستان په نړيوالو اړيکو کې په ګرم او سوړ جنګ بوخت دى. افغانستان له نړۍ سره ډېپلوماټيکې اړيكې په تندو احساساتو او د نورو په ګټه ولاړې وي. د افغانستان ضعيفې ډېپلوماسۍ بهرنۍ ستونزې له بهر څخه داخل ته راوړي. هغه تمرکز چې بايد افغانانو د خپل ملي قدرت په لوړ والي کړى واى، له بهرنيو سره په ستونزو او ناخوالو متمرکز دى.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x