
غزل/ حامدکامیاب
حامدکامیاب
ستادمیني ترقرداره پوري لاړم
په رضادی آن ترداره پوري لاړم
په هرگل مي یې د اوښکوباران کړی
مازدیگریې ترمزاره پوري لاړم
تصورکې په څنگ باندي ویده شوم
د خیالونوترخماره پوري لارم
تش خیالونوبه ویل کلي کي نشته
زنگیدلي یې ترښاره پوري لاړم
د خزان سیلی مي ماتي گل غوټی کړی
تش دمې ته ړنگ چناره پوري لاړم
دغزل په خوږه ژبه درته وایم
ای کامیابه نن تر یاره پوري لاړرم