شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

ځنځیر په غاړه به یې کړۍ تنګه شي
په هر باطل به دا نړۍ تنګه شي

مظلوم به ونیسي ګرېوان د ظالم
ساه اخیستل هم به یې مرۍ تنګه شي

ټول به شي ټول د ظلمتونو څادر
د ژوندانه به یې لړۍ تنګه شي

شي به ځوړند فساد د حق په پړې
په غاړه شوې به یې زندۍ تنګه شي

منافقین به بیا سر ټیټي ګرزي
د هر غلام به زندګۍ تنګه شي

زموږ د ړستوني مار به ځای نه مومي
له زهرو ډکه به یې لکۍ تنګه شي

ازغي به اور واخلي بې خاره به شي
د خار ازغیو به ټولۍ تنګه شي

ادب به ډک وي له ادب فتحانه
په بې ادب به شاعرۍ تنګه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x