samangaan 249 300

تجربې او بریاوې !

د کانکور د شپوورځو په رارسیدو سره د لوړو زده کړو د وزارت د منسوبینو بیډۍ میره ده ،ځکه د لوړو زده کړو په مؤسسوکې يې د فوق العاده شمولیت لپاره د هر پوهنځي په سر بیل بیل ریټ(بیه ) تعین کړی.

تر ټولو لوړ نرخ د طب او تر ټولو ټیټ هغه د شرعیاتو پاکولتې په برخه رسیدلی دی.

د دغو ټاکلو نرخونو ټولوونکي په مرکز کابل او د هیواد په ټولو ولایتونوکې د لوړو زدکړو وزارت ټول کارکوونکي خو با اعتماده هغه یې د کانکور دکمیټې غړي دي .

هغوئ برعلانیه د کانکور نویو مشمولینوته دخپلو ګرځنده ټلیفونونو نمبرې ورکوي ، هغوئ ته ډاډ ورکوي چې تور ټکی موهم نه وي لوستلی چې زمونږ واجب الأداء بیعانه مو تحویل کړه نور سرې سترګې ګرځئ !

بل خوا د لوړو زدکړو وزارت د متحده ایالاتو د اکادیمیکي مرستو او له متعلمینو څخه د ترلاسه کوونکو بیعانو په مټ توانیدلی چې د کانکور د نتائجو د پروخت اعلانولو او نویو محصلینوته د هغو د ابلاغولو لپاره نوې تخنیکي سیسټمونه ایجاد کړي ، د دغو نویو ایجاد شویو سیسټمونو لومړنۍ تجربه یې د لوګر ولایت په متعلمینو ترسره کړه چې فوق العاده بریالۍ او د هر متعلم د آزموینې نتیجه یې د اوبو رسولو د کلیوالي کانالیزاسیون له لارې دهغوئ هریوه کورته ور ورسوله !!!

د دې ترڅنګ حکومت په سپورتي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او اوس پارلماني وکیلان په تیره ښځینه هغه یې د سوک وهلو په برخه کې خپل سپورتي تمرینونه د کابل ښار په واټونو کې دبیوسه کسانو په سرونو اجراء کوي .

د دغو پارلماني سپورتي لوبغاړو له جملې څخه یوه هم آغلې هما سلطاني ده چې څه وخت مخکې په هیستیریايي (Histery) ناروغې اخته اورنځورپالانو ورته دمعالجې لپاره دسپورتي تمرینونو سپارښتنه کړې وه .

آغلي هما سلطاني وکړای شول دپارلماني بوختیاوو ترڅنګ دسوک وهلو په برخه کې سپورتي دوره هم په بریالیتوب سره پوره او لومړنۍ تحربه د کابل په وزیر اکبرخان مینه کې د یوه یخ وهلي بي سیکه پولیس په وهلو ټکولو نمایش ته وړاندې کړي !!!

بل لورته په شمالي ولایت سنمګان کې د کابل د سهامي حکومت تر وزرو لاندې تنظیمي جګړه مارو بیا د تنظیم جنګي شوک (شوق) کړی او د خپلې دغې حیواني غریزې د اشباعو لو په غرض یې د ایبکو ښار د پاریدلو مظاهره چیانو په سرونو د وسلو ډک ججوري تش کړل چې؛ په ټس کې تر لسو زیات لاریون کوونکي په وینو ولمبول …

دایواځې د یوې اونۍ په ترڅ کې د کرزي د مشهور بالفساد حکومت نمونه يي تجربې او برياوې دي ، که یې د ټولې میاشتې هغه ولیکو ښايي د درنو لوستونکويې له لوستلو خوا وګرځي .

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي ــــــــــــــــــــــــــــــ جولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه

عبدالرحیم ثاقب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د