افغانستان

طالبان: د هیچا نظامي مرستو ته اړتیا نه لرو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۱۰، ۱۳۹۵ل): طالبانو په خپلو لیکو کې د ایراني عسکرو شتون په کلکه رد کړی او ویلي يې دي چې د وسلوالې مبارزې لپاره خپل کافي جنګیالي لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونه له نظامي پلوه د دې جوګه دي چې روانه مبارزه له بهرني ملاتړه پرته پرمخ بوځي. نوموړی زیاتوي:

«مونږ په افغانستان کې د روان جهاد د پرمخ بیولو لپاره کافي مجاهدین لرو، د هیچا نظامي مرستو ته اړتیا نه لرو، د هیواد په غرب او شرق کې زموږ خپل ځواکونه د ملت په ملاتړ د هر نوع تهدید د ځپلو لپاره بس دي».

طالبان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په فراه ولایت کې دولتي چارواکو ادعا وکړه چې ګویا په دغه ولایت کې د ایران انقلابي ګارډ د طالبانو په ملاتړ جګړه کې عملي ونډه اخیستې.

د طالبانو ویاند د دولتي چارواکو نوموړې څرګندونې «پروپاګند او تبلیغات» بللي او موخه یې د طالبانو په وړاندې د ماتې پټول ښودلي دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې:

«دا ډول تبلیغات د کابل ادارې د چارواکو لخوا وخت په وخت د دې لپاره کیږي چې خپله کمزوري او شکست پټ کړي او د اسلامي امارت مجاهدین له نورو هیوادونو سره وتړي».

که څه هم دولتي چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د «ترلاسه کړو معلوماتو» پر اساس دغه ادعا کوي، خو تر اوسه یې رسنیو ته داسې شواهد په واک کې نه دي ورکړي چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو پوځیانو شتون ترې معلوم شي.

تر دې وړاندې د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني عسکرو د شتون ادعاګانې شوي دي چې طالبانو رد کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې دولتي چارواکو په دې لړ کې د ایراني عسکرو نوم اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو غږ کړی چې د خپل حیثیت د ساتنې لپاره له یو اړخیزو راپورونو څخه ډډه وکړي او په وینا یې، د استخباراتي کړیو د پروپاګند ښکار نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basit khan

طالب ميډياهم هميشه شپ شپ لري شفتالونه يادوي بايدپه ډاګه داسې رسنيوته اختارورکړي کومې جې له خپله ځانه يوشی ليکې چې داخوموږدرپسې نوټ کووالله تعالی به وخت راولي تڼۍ په تڼۍ حساب به درسره وکړوموږخوهيڅ بي تفاوته فاته نه يوحتمابه مودمحکمې ميزته کش کړوتاسوچې هرڅه دامريکااويادهغوی دغلامې ادارې لپاراودهغوی په ګټه خپروئ

غوربندی

ډېر ښه نظر دی

الحاج استاذ بیانزی l

زه هم دا فکر کوم ، لکه طالبانو چه تر دی دمخه د طلوع او یک تلویزون ته لمړی اخطار ورکړی وو او بیا یی د طلوع تلویزون ته خپل اخطار به عملی بڼه کی تمثیل کړو ، هم طلوع او هم یک تلویزون ۱۸۰ درچی بدلون وکړو، سره د دی چه اوس هم ځینی شایعات او افواهات نشروی مګر د دواړو خواوو توازن ساتی . دا چه د ایران د عسکرو په اړه چه څه ویل شوی زه وایم هم لمړی اخطار او بیا ورته عملی بڼه کی اینه مخی ته کیږدی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x