نړۍ

امریکا ۳۵ روسي دیپلوماټان شړلي، روسیه وایی جواب به ورکړو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۱۰، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا حکومت ۳۵ روسي دیپلوماټانو ته خبر ورکړ چې په راتلونکو درې ورځو کې به له هیواده وزي، ځکه چې هیواد یې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما همداراز پر نهه نورو جهتونو او شخصیتونو هم بندیز لګولی چې په هغه کې د روسیې دوه استخباراتي شبکې، ۴ د استخباراتي ادارې غړي او ۳ خصوصي شرکتونه دي چې د روسیې مخابراتو سره یې مرسته کړې ده.

اوباما وویل چې د امریکا بندیزونه به تر دې حده پاته نه شي، بلکي نور ګامونه به هم اوچت شي او ځانګړي عملیات به هم وشي.

نوموړي وویل چې دغه نوي بندیزونه یې د روسیې پر خلاف ځکه لګولي چې د امریکا ګټو ته یې زیان رسولی او نړیوال دیپلوماتیک اصول یې تر پښو لاندي کړي.

نوموړی وویل چې د معلوماتو په غلا کې د روسي حکومت جګپوړي چارواکي ښکېل وه.

باید وویل شي چې د امریکې څخه د شړل شویو دیپلوماټانو په ضمن کې د روسیې سفیر نه دی شامل.

پوټین به جواب ورکړي:

بل خوا د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې د امریکا وروستي بندیزونه به ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نوري هم ترینګلي کړي.

د نوموړي ویاند دیمتري بیسکوف وویل چې پوتین به د دیپلوماټانو پر ایستلو امریکې ته ژر مناسب جواب ورکړي.

نوموړي وویل په داسي وخت کې چې باراک اوباما د ولسمشرۍ درې اونۍ پاته دي، د هغه وروستي اجراءات به ګټه هم ونه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ورته څرګندوني کړي دي او ددواړو هیوادونو تر منځ یې رغېدونکو ګټو ته تاواني بللي دي.

شړل او بندیزونه:

یوه امریکايي جګپوړي چارواکي ویلي چې امریکا ۳۵ روسي دیپلوماتانو ته جواب ورکړی او هغوی یې ناخوښه اشخاص بللي دي، په نیویارک او ماریلانډ ښار کې یې دوه دفترونه ورته تړلي دي او وخت یې ورکړی چې یاد شوي دیپلوماټان به په درې ورځو کې له هیواده وزي.

نوموړي ویلي چې دغه اجراءات وروسته تر هغه شوي چې روسي حکومت په موسکو کې د امریکايي دیپلوماټانو سره ناوړه چلند غوره کړی او د هغوی د کارونو مخنیوی کوي چې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی.

بل خوا د امریکې مشهوري ورځپاڼي نیویارک ټایمز ویلي چې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې مداخله او د ډونلډ ټرمپ له لوري انتخابات ګټل ددې وروستیو امریکايي اجراءاتو سبب شوي.

د امریکا د کانګریس مشر پول رایان د اوباما ادارې وروستي اجراءات ناوخته او مهم بللي، نوموړي ویلي چې روسیې له ډېره وخته د امریکا د ګټو پر خلاف کار کړی چې باید داسي بندیزونه او دیپلوماټانو شړل ډېر مخکې تر سره شوي وای.

نوموړي ویلي چې د اوباما ادارې امریکا نړۍ ته د یو ضعیف هیواد په توګه ور وپيژندی او ناکامه بهرنۍ پالیسي یې اختیار کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x