نظــر

افغانستان او د ماسکو درې اړخیزه ناسته

وحید مژده

د ډیسمبر په ۲۷مه په ماسکو کې د چین، روسیې او پاکستان ترمینځ درې اړخیزه ناسته دایره شوه. دا چې په ناسته کې د افغان دولت استازي ګډون نه درلود د بهرنیو چارو وزارت او د ولسي جرګې نیوکې یې راوپارولې. د ماسکو په ناسته کې غوښتنه وشوه چې باید د طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وایستل شي تر څو د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکولی شي.

طالبانو له ډیره وخته له نړیوالې ټولنې همدا غوښتنه درلوده تر څو وکولی شي د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي او آزادانه سفر وکړي خو امریکا دغه کار ته حاضره نه وه. که څه هم طالبانو د ماسکو په ناسته کې ګډون نه درلود خو په یاده ناسته کې يې یوه غوښتنه تایید شوه. د چین او روسیې په څېر هیوادونو، چې د امنیت شورا غړیتوب لري او د نړۍ ستر قدرتونه بلل کیږي، لخوا دغسې غوښتنه په نړیواله کچه د طالبانو د مشروعیت پر لور یو ګام بلل کیږي.

د تعجب وړ دا وه چې پاکستان هم له دې غوښتنې سره همغږی و. پاکستان هغه هیواد دی چې هر وخت یې زړه شوی د تور لیست څخه په استفادې يې د طالبانو مهم مشران بندیان کړي او یا وژلي دي. له ملا عبیدالله نیولې تر ملا برادر، استاذ یاسر او په ورستي ځل ملا احمدالله مطیع او ګڼ نور کسان په ورته برخلیک اخته شوي دي. حتی ویلی شو چې دغه لیست طالبان د پاکستان برمته ګرځولي وو.

له بل لوري پاکستان پخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر مخالف و ځکه چې طالب استازیو د پاکستان له نظارت پرته له نورو هیوادونو سره تماسونه ونیول. اوس هم که د طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وایستل شي بغیر له کومې ستونزې د نړۍ هر هیواد ته سفر کولی شي، چې دا کار د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول د کمزورۍ په معنی دی.

نو بیا ولې پاکستان له دغې تقاضا سره همغږی شو؟ له دې تقاضا سره د پاکستان همغږي د هغو چلنجونو ښکارندويي کوي چې دا هیواد ورسره په نړیواله کچه مخامخ دی او له امله یې په انزوا کې غورځیدلی. په نړیواله کچه د طالبانو د مشروعیت له زیاتیدو سره نور له دې ډلې سره رابطه له ترهګرۍ سره رابطه نه ګڼل کیږي او پاکستان د روسیې او چین په مرسته د امریکا له فشارونو څخه خلاصون موندلی شي. بناء ویلی شو چې پاکستان په نه زړه مجبور شوی چې له دې غوښتنې سره همغږي وښيي.

خو د افغانستان حکومت هم د دې موضوع په اړه اندیښنه لري. په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې ترمینځ تماسونو په افغانستان کې یو شمېر انديښنې راټوکولي دي. دغه ډول اوازې کومه نوې خبره نه ده بلکې وړاندې هم داسې افواهات اوریدل شوي وو چې ګویا د افغانستان د شمال یو شمېر طالب قومندانانو په تاجکستان کې له روسي مشرانو سره ملاقات کړی دی.

په ماسکو کې درې اړخیزه غونډه د دې لامل شوه چې د مشرانو جرګې د هیواد امنیتي چارواکي د استیضاح لپاره وروغوښتل. د ملي امنیت رئیس په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو څخه د ګاونډیو هیوادونو تشویش د دغو هیوادونو لخوا طالبانو ته د پاملرنې اصلي عامل وباله، چې کاملا پرځای خبره ده. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر په ۲۳ له انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و: «په افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت ته په پام سره زمونږ او د طالبانو د منافعو ترمینځ یو ډول نږدیوالی رامینځته شوی دی». نوموړي همدارنګه د ماسکو او طالبانو ترمینځ د اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې ارتباطي چاینلونو ته هم اشاره کړې وه. له دې څرګندونې څخه د نوموړی هدف دا و چې «د دښمن دښمن دوست کیدی شي».

هماغه ډول چې شوروي اتحاد واک ته د بنسټپالو مجاهدینو له رسېدلو څخه د ډار له کبله په ۱۹۷۹م کال افغانستان ته پوځونه راولیږل، په دوهم پړاو کې يې د تندلارو طالبانو د مقابلې لپاره هماغو مجاهدینو ته مخ ورواړاوه چې تر نهه کلونو زیات ورسره جنګیدلی و، اوس د داعش د مقابلې لپاره هغو طالبانو ته نږدي شوي دي چې پنځه کاله یې د هغوی په وړاندې د مجاهدینو د حکومت مرسته کړې.

د ملي وحدت حکومت دا پوښتنه مطرح کوي چې ولي د روسیې فدراسیون نه غواړي چې له دې حکومت سره مرسته وکړي تر څو د داعش په مقابل کې ودریږي. اما له هماغه پیل څخه د ملي وحدت حکومت پخپله د داعش په ملاتړ تورن شو او دا تور د وسلوالو مخالفینو لخوا څخه نه بلکې د دولت د خپلو کسانو لخوا مطرح شو. خو د ملي وحدت حکومت دغو درنو تورونو ته هیڅ ځواب ورنکړ او دا یوه تېروتنه وه چې په نتیجه کې د ګاونډیو هیوادونو اندېښنې زیاتې شوې او بالآخره مجبور شول چې طالبانو ته نږدي شي.

بناء د افغانستان د ولسي جرګې لپاره غوره دا ده چې د ملي وحدت حکومت په هغو غلطو پالیسیو نیوکې وکړي چې د داعش په ستر ښودلو یې په لوی لاس طالبانو ته دا فرصت برابر کړ.

پاتې شوه له طالبانو سره د روسیې د کومک موضوع؛ نو تر اوسه شرایط داسې نه دي چې روسیه له طالبانو سره نظامي یا مالي همکاري وکړي. تر اوسه د افغانستان په شمال کې د داعش موجودیت فقط د اوازې په حد کې دی، چې زیاتره د امریکا پلوو رسنیو لخوا خپریږي او ماسکو په دې باندې ښه پوهیږي.

له بلې خوا ماسکو هیله من دی چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ورتګ سره به د روسیې او امریکا اړیکي ورغیږي او د دواړو هیوادونو ترمینځ شته ترینګلتیا به راکمه شي. په دغو شرایطو کې روسیې له طالبانو سره تماسونه په افغانستان کې د خپلو اتباعو د حفاظت په حد کې ساتلي دي چې دا کار یوازې د روسیې پورې محدود نه دی، بلکې د ملګرو ملتونو موسسات هم دغه کار ترسره کوي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ادعا کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د خپلو مامورینو د حفاظت لپاره هره ورځ له دغه دفتر سره په اړیکه کې وي او د هغو کسانو مشخصات او د موټرو نمبرونه چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ګرځي، له دې دفتر سره شریکوي تر څو د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي. له همدې امله کله چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني استازي «نیکولاس هیسم» کاري موده پای ته ورسېده نوموړی د طالبانو سیاسي دفتر څخه د مننې او خدای پامانۍ لپاره دوحې ته لاړ.

که په ماسکو کې د درې اړخیزې ناستې غوښتنه ومنل شي او د لوړپوړو طالب مرکچیانو نومونه له تور لیست څخه وایستل شي، دا به د سولې پر لور یو مثبت ګام وي. په عین حال کې په ماسکو کې درې اړخیزې ناستې وښوده چې د سیمې قدرتونه په زیاتېدونکي ډول په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته پاملرنه کوي او دا خبره په افغانستان کې د جګړې د ختمیدلو لپاره د مذاکراتو امکان هم قوي کوي.

که څه هم د افغانستان حکومت په دې ناسته نیوکه لري چې د دوی استازي په کې ګډون نه درلود (حتی که د ناستې ګډونوالو دا کار په ښه نیت هم کړی وي د افغانستان دولت یې د اندیښنې وړ بولي) خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ډیسمبر په ۹ له انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې دا ناسته د دوه پخوانیو ناستو دوام وبلله کومې چې د افغانستان د وضعیت په اړه په بیجنګ او اسلام اباد کې دایرې شوې وې او ټاکل شوې وه چې دریمه ناسته به په ماسکو کې دایریږي.

د دغه ډول ناستو پخوانۍ سابقې ته په پام سره لیدل کیږي چې د غونډې ځای د هغې تر اجنډا او تر بحث لاندې موضوعاتو په پرتله ډیر د تشویش او اندیښنې وړ دی. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغو اندیښنو ته په ځواب کې ژمنه کړې چې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x